Novels and Shortstories
وړیا
نصیر احمد احمدي ـ غږ صحت سمسور
91 مخونه
414 لیدنې
122 ډاونلوډ
جُــوجُــو (نـــاول)
څوارلس کلن هلک تندې واخيست، لاس يې وتپاوه، تشه درۍ وه، سترګې يې رڼې کړې، کېناست، له کړکۍ څخه د سپوږمۍ راوتلې رڼا پر بدنۍ لګېدله. هلک اوبه وڅښلې، بېرته اوږد وغځېد، کړپ شو، تړلې بسترې ته يې وکتل، سترګې يې رډې راوختې، خوله يې چيغې ته خلاصه کړه، نه کېده، زبون يې وهل شوی و. پر لاسونو يې زور راووست، د ولاړېدو سېکه يې ختلې وه. تر څنګ يې بسترې ته وکتل، هېڅ هم نه و، يو دم ولاړ شو، په کلا کې زوروره ناره راوګرځېده! _ادې