کور / کتابونه / بړبوکۍ ناول
بړبوکۍ ناول
Novels and Shortstories وړیا
نصير احمد احمدي 56 مخونه 105 لیدنې 3 ډاونلوډ

بړبوکۍ ناول

بړبوکۍ ناول چې لیکوال يې نصير احمد احمدي دې په 1388 لمريز کال کې ليکلي، چې خلاصه يې په لاندي ډول ده. بړبوکۍ ناول مهم ټکې...! دری رنجرې د يو غره لمنې لور ته روانې وي، ناڅاپه هغوې باندی کلشنکوف ډزي کيږي، په دغه نښته کې دومره دوړه وي چې يو بل يې نه مالومیږي، دری رنجرې د هليکوپتر د ډزو په مرسته د خپل هدف څخه په برياليتوب او ګړندۍ ټوګه له ساحې څخه وځي، هو يو عسکر چې په دوړو ډک وي په هغه جنګ کې پاتې کيږي، ناڅاپه وسلهوالو پر نوموړي عسکر سترګي لږيږي، په لغتو وهلو پيل کوي يو ورته په زير سره ګوري او نورو ته هم غږ کوی چې ماتله شئ دا يوه فرنګئ نجلۍ ده، فرنگئ انګريزانو ته د طالبانو په ګفتار ويل کيږي، لاسونه يې پر شاه (back) تړل کيږي وسله وال ورسره خبرې کوي هو هغه انجلۍ د خبرو کولو طاقت نه لري، يو ورته وويل چې په خبرو نه پوهيږي بل ورته کړه چې انګريزي کوې، چا به ويل چې ووژل شې چابه ويل چې نه ژوندې دی پاته شې، ټولو مشوره په دي شو چې د وسلوالو قمندان کورنۍ په يوه دشته په خيمو کې اوسيږي څه وخت لپاره هلته له سترګو پټ وساتل شي، هلته وړل کيږي او هلته پريښودل کيږي، په خيمه کې چې د وسلوالو قمندان کورنۍ استوګنه کوې پنځه تنو مشتمله وي، چې يو يې بوډۍ نيا، شیرګل، وړانګه او بل ښځه يې د شيرګل اينګور وي،شيرکل وراره، په اول سر کې د نوموړي انجلۍ سره بد رويه(چلند) کوي، هو د ماشوم، غونډل،او بوډۍ، د نجات په ورکولو سره لاسونه خوشي او د کور يو غړی په صفت کور کې استوګنه کوي، ماريا په دغه خيمه کې په ډير تدبير سره وخت تيروي، آن تر هغه وخته چې شيرګل مينه پرې راځي، يوه ورځ ناڅاپه د سپې غپارې زياتيږي، شيرګل په منډه له خيمې څخه بهر وځې ګوری چې يو کس اوږده څڼې لوړ قد او ګيرور سړی ولاړ دی خيمې ته ننوتلو اجازه غواړی اجازت ورته کيږي، خيمې ته دننه داخل کيږي د سلام، کلام وروسته د فرنګې يعنې د ماريا پوښتنه کوي چې هغه چيرې ده؟ د شيرګل انا په غبرګو اشارو سره د ماريا خواته ګوته نيسي، چې کله نوموړي کس ماريا ته ګوري ماريا د کوچيانو په لباس سمبال وي، راغلې کس په غبرګه لهجه شيرګل ته واېې د فرنګې ته مو ډير ازادي ورکړی، دا کس هغه څوک وي چې امريکا ورباندي پنځه لکه روپی د جسد او ژوندون ترلاسه کولو لپاره انعام ايښی وي چې نوم يې الله نور وي او ماريا يې هم د امريکې څخه د استخباراتو غړي په توګه د نوموړي کس پيدا کولو لپاره دي سخت کار ته ملا تړلې وي، چې کله هدف ترلاسه شې دا هغه شيبې وي، نه شيرګل نه دهغې مينه په داسي هنر سره خپل ملګرو ته اطلاع رسوي چې جي پي اس يې د نوکانو لاندي ښخه کړي وي او هره لحظه يې د امریکايانو لخوا څارل کيږي، ملګرو يې ماريې ته د دوه هيلوکوپټرو په مرسته خپل ځانونه رسوي، ماريا يې په بريالۍ توګه خپل هدف ترلاسه کوي، شيرګل بيچاره نا علاجه په هغه کنډواله کې پاتې کيږي. په دغه ناول کې، هنر، فلسفه، مينه، انسانې همدردی، د خپل دندی ته وفا او داسې نور ذکر دي...! د ماريا هنر د وسلوالو په منځ کې دخول وي. فلسفه يې په خيمه کې ژوند کول وي. مينه يې د شيرګل له ماريا سره وي. انسانې همدردي يې د ماريا په خيمه کې د ماشوم او ښځې له خطره ساتل وو. بړبوکۍ مانا نازک خيال، نازک صحنې په مانا ده.
عبدالله امير
عبدالله امير

Jul 14, 2026 • عامه پروفایل او نور کتابونه

3.4 (17)

امتیاز او رایې

د کتاب درجه بندي

3.4
3.4 (17)

17 ټولې رایې

5★
6
4★
1
3★
4
2★
6
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

بحث

د کتاب تبصرې

0 تبصرې
د تبصرې لپاره خپل حساب وکاروئ. که لا login نه یاست، د حساب پاڼې له لارې ننوځئ.
تر اوسه تبصره نشته.