کور / کتابونه / سینوهه
سینوهه
Literature and Art وړیا
ميکاولتاري⬅️ ژباړن: ډاکټر محمد عيسی «ستانکزی» 436 مخونه 9 لیدنې 0 ډاونلوډ

سینوهه

اوس د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ (څلورمې مياشتې) ۲۵مه نېټه ده. «راځئ، نن څخه شاوخوا ۳۳۷۵ کاله پخوا سفر وکړو؛ د هغه وخت له ژوند، کلتور او تمدن سره اشنا شو.» د دې اوږده او په زړه پورې سفر لپاره «سینوهه» تر ټولو ښه ملګری دی. دا ناول نږدې ۱۳۵۰ کاله له میلاد څخه مخکې د لرغوني مصر د پېښو انځور وړاندې کوي. کتاب د فراعنه‌وو د واکمنۍ د نولسمې لړۍ کیسې بیانوي؛ داسې کیسې چې هم د تېر وخت هنداره ده او هم د راتلونکي لپاره د فکر کولو لاره پرانیزي. د دې ناول اصلي کرکټر سینوهه د فرعون ځانګړی طبیب دی. هغه د خپل ژوند او زمانې پېښې په دومره هنري او زړه راښکونکي انداز لیکلې دي، چې لوستونکی نه یوازې د لرغوني مصر له حالاتو سره بلدېږي، بلکې د خپلې زمانې د ټولنیزو ستونزو او ناخوالو د تحلیل لپاره هم ترې ارزښتناک درسونه اخلي. کېدای شي د کتاب نسبتاً لوی حجم په لومړي سر کې د ځینو لوستونکو د زړه تنګۍ او وارخطایۍ سبب شي، خو زه په ډاډ سره وایم چې که یوازې تر لومړیو ۳۰ مخونو پورې یې ولولئ، نو تر پایه به یې له لوستلو لاس وانه‌خلئ. «سینوهه» یوازې یو ناول نه دی؛ بلکې په خپله غېږه کې د ګڼو علومو او فکرونو نړۍ رانغاړي. په دې کتاب کې د تاریخ، سیاست، فلسفې، دینپوهنې، ارواپوهنې او ادبیاتو ښکلی امتزاج موندل کېږي. یوازې یو ځل یې د لوستلو هڅه وکړئ؛ ښايي له کتاب سره یو ځای په خپل فکر، لیدلوري او شخصیت کې هم ښکلي بدلونونه احساس کړئ. لومړی برخه
عبدالله امير
عبدالله امير

Jul 16, 2026 • عامه پروفایل او نور کتابونه

5.0 (1)

امتیاز او رایې

د کتاب درجه بندي

5.0
5.0 (1)

1 ټولې رایې

5★
1
4★
0
3★
0
2★
0
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

بحث

د کتاب تبصرې

0 تبصرې
د تبصرې لپاره خپل حساب وکاروئ. که لا login نه یاست، د حساب پاڼې له لارې ننوځئ.
تر اوسه تبصره نشته.