Psychology
وړیا
ژباړن مصطفی صفا
77 مخونه
1,027 لیدنې
337 ډاونلوډ
طاقت بخونکی فکرونه
ته مهم یی!
«ته» دهر انسان لپاره «ته» ستا لپاره چې همدا اوس دغه کرښې لولې.
په دې دنيا کې ستا د شته والی گن دلیلونه شته خو ترترټولو اوچت دلیل دا دی، چې ته يومهم څوک یې چې دنیا ته د راتگ چانس درکړل شوی که چېرې مهم نه وی نو دلته به له بېخه راغلی نه وی
ته په نړۍ کې یو نوی شخص یې ستا په څېره، خوی او خصلت باندې څوک په نړۍ کې لا تر اوسه نه دی تکرار شوی؛ ته په نړۍ کې یوه نوې زياتونه يې او همداسې ته نړۍ ته ددې لپاره راغلی یې چې په نړۍ باندې یو نوی څه ور زیات کړي
ته هسې تصادفی نه یې پیدا شوی ته هماغه څوک يې چې د خداى امانت دې په غاړه دی هاغه امانت چې ځمکې اسمانونو غرونو او دریابونو يې له منلو څخه عاجزي ښودلې وه هماغه امانت چې د هستی په ټول نظام کې يې يوازې تا د منلو وړتیا درلوده.... ته لوی خدای د خپل خلقت شهکار گرځولی یې او د ټولو ښېگڼو مستحق يې گڼلی یې... ته نړۍ ته ددې لپاره راغلی یې، چې خپلې توانایی و پیژنی او د خپل وجود دننه خزانو ته لاس