۱. که ستا عاید د شتمنو خلکو په څېر نه وي، لګښت دې هم د هغوی په څېر مه کوه بېځایه مصرف د فقر سبب کیږی. لومړی عاید لوړ کړه، بیا لګښت وکړه، له بی ځایه ځان ښوودنی نه ځان وساته.۲. پیسې وساته، خو هسې یی ساتل هیڅ معنا نه لری... سپما ښه ده، خو که پرې پانګونه وه نه کړی، ارزښت به یې له لاسه ورکړې. پیسې دې باید کار درته وکړي، نه چې زېرمه پاتې شي.۳. په یوه عاید تکيه مه کوه یوه وظیفه یوه شپه کې له منځه تللی شي.شتمن خلک له څو برخو نه عایداتي سرچینی لري.۴. زده کړه چې پیسې ستا لپاره کار وکړي غریب خلک د پیسو لپاره کار کوي. شتمن خلک پیسې په کار اچوي. پانګونه او تجارت د مالي ازادۍ کلیانی دي.۵. داسې پور مه اخله چې تا بېوزله کړي پور دې باید شتمني جوړه کړي، نه چې تا تباه کړي. د موټرو، رخصتیو، یا لوکسو شیانو لپاره پور اخستل تا غریب ساتي.۶. ستا چاپېریال ستا مالداري ټاکي له هغو خلکو سره اوسه چې هدفونه لري. شتمن خلک د فرصتونو خبرې کوي، نه د خلکو غیبت.۷. په پیسو پسې مه ګرځه، په ارزښت پسې وګرځه پیسې په ارزښت پسې راځي. هر څومره چې خلکو ته حل لارې پیدا کړې، هغومره به عاید لرې.۸. زر پانګونه پیل کړه، او دوام ورکړه که نن پیل وکړې، سبا شتمن کېدلی شې.۹. د خرڅلاو هنر زده کړه. خرڅلاو زده کړه، تر څو عاید دې محدود نه وي.۱۰. پر حکومت تکیه مه کوه حکومتي مرستې تلپاتې نه وي. شتمن خلک خپله مالي امنیت جوړوي.
# اړوند پوسټونه
اقتصاد
اقتصاد: د ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ بنسټ
هغې پوهې نوم دی چې د سرچینو (چې تل محدودې وي) د تولید، وېش او مصرف پروسې څېړي. په ساده ژبه، اقتصاد موږ ته ښيي چې څنګه د...
شمس الرحمن
179 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)
کلتور
ولې نړۍ په وروستېو ۱۰۰ کلونو کې ۱۸۰ درجې بدله شوه؟
وروسته داسې څه وشول چې په پنځوسو کلونو کې نړۍ بدله شوه! (دا یو فرضي تصور دی، او د تاریخ یو بل تعبیر دی.د چا هم چې زړه غو...
پښتو ګهيځ
229 لیدنې
11 Jun 2026
0.0
(0)
اقتصاد
د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو (SMEs) ملاتړ او په اقتصادي پرمختګ کې یې رول
کوچنیو او منځنیو کاروبارونو (SMEs) ملاتړ او په اقتصادي پرمختګ کې یې رول ۱- سریزه کوچني او منځني کاروبارونه (Small and Me...
احسان عادل
205 لیدنې
10 Jun 2026
0.0
(0)