امام شامل چاته چې یې د قفقاز زمری وایي، د چیچنیا صدر تېر شوی، نوموړی په چیچنیا کې د روس د امپراطوری او قیصر خلاف جنګېده، شامل رحمه الله که له یوه طرفه د لښکر او هیواد سالار ؤ له بل اړخه د هغه وخت د تصوف، نقشبندیه طریقې ستر امام هم ؤ. وایي چې یوه ورځ کور ته راغی بوډۍ مور ترېنه پوښتنه وکړه: - پلانکی پلانکی تا سره بندیان دي؟ - هو مورې! - زه سفارش کوم، چې هغوی خوشې کړه. شامل رحمه الله بهر راووت، وزیران، قاضیان او ستر ستر علما یې راجمعه کړل ورته یې وویل: که یو څوک د غلط انسان سفارش وکړي د هغه سزا څه ده؟ علماؤ جواب ورکړ، هغه باید دومره دُرې ووهل شي. دا چې مور یې کمزوری او مریضه وه، نو بیا یې وویل: که هغه انسان د دُرو زور ونه لري نو څه ورسره باید وشي؟ - د هغه کوم نږدې خپلوان دې ووهل شي. - ښه نو زما مور مریضه ده او زما مور د مجرمانو سفارش کړی، ملا یې لوڅه کړه ویل زما د مور پرځای ما ووهئ.شامل رحمه الله په چیچنیا کې د نبي علیه السلام دین کاملاً نافذ کړی ؤ، له "1834" نه تر "1864" پورې د هغه ځای حاکم پاتې شوی ؤ. په کال "1797" کې د "غیمري، داغستان" کې پیدا شوی ؤ او په کال "1871" کې په مدینة المنوره، چې هغه وخت د عثماني خلافت یو ایالت ؤ وفات شو. رحمه الله
# اړوند پوسټونه
شخصیتونه
مور
مور د زړه ښکلا ده د ژوند رڼا ده زما هستی ده زما خوشحالی ده زما وجود ده زما زړه ده همدا مور ده چې انسان په طبیعی...
ریس خادیم
87 لیدنې
15 Jun 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
په عکس کې تاسي صدام حسین وینئ
په عکس کې تاسي صدام حسین وینئ چې د سعودي عربستان پنځم واکمن شهزاده «فهد» ورته په سرو زرو یوه پوښل سوې و-سله ډالۍ کوي.دا...
ریس خادیم
185 لیدنې
14 Jun 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
ایا غواړی د خواجه زی لیکوال سره خبری وکړی؟
زما زیاتر یا بهتره به وې چې ووایم ټول فعالیت په ټلګرام کېدی خو ستاسو ملګرو لپاره مې اوس تازه وټساپ هم جوړ کړو تر څو ستاس...
خواجه زی لیکوال
213 لیدنې
11 Jun 2026
0.0
(0)