oiuytrew
ریس خادیم

ایزوټرېټینوین (Isotretinoin): د ځوانانو دانو (Acne) لپاره کارول کېږي

202 لیدنې 9 رایې
3.3 (9)
ریس خادیم
ریس خادیم 10 Jun 2026

ایزوټرېټینوین (Isotretinoin): د ځوانانو دانو (Acne) لپاره کارول کېږي؛ د مخ، غوږونو، سترګو، زړه او دماغ شدید ولادي عیبونه رامنځته کوي. والپرویک اسید (Valproic Acid): د تشنج لپاره کارول کېږي؛ د ملا تیر او دماغ د جوړښت عیبونه (Neural Tube Defects) رامنځته کوي. وارفارین (Warfarin): د وینې د ټینګېدو د مخنیوي لپاره کارول کېږي؛ د مخ د هډوکو عیبونه، د ودې ځنډ او عصبي ستونزې رامنځته کوي. مېتوټرېکسیټ (Methotrexate): د سرطان او ځینو معافتي ناروغیو لپاره کارول کېږي؛ د کوپړۍ، مخ، لاسونو او پښو شدید ولادي عیبونه رامنځته کوي. لېسینوپریل (Lisinopril) او اینالاپریل (Enalapril): د لوړ فشار لپاره کارول کېږي؛ د پښتورګو ناقصه وده او د جنین د ودې جدي اختلالات رامنځته کوي. کاربامازېپین (Carbamazepine): د تشنج لپاره کارول کېږي؛ د عصبي نل عیبونه او د مخ بدشکلي رامنځته کوي. فېنیټوین (Phenytoin): د تشنج لپاره کارول کېږي؛ د مخ غیرطبیعي بڼه او د ګوتو نیمګړتیاوې رامنځته کوي. مایکوفینولېټ موفیټیل (Mycophenolate Mofetil): د معافیت ضد درمل دی؛ د غوږونو، شونډو، تالو او زړه ولادي نیمګړتیاوې رامنځته کوي. ریس خادیم🌹

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (9)

9 ټولې رایې

5★
2
4★
2
3★
2
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan