لیکنه: وکیل احمد "ساحل" تاته وایم، ځوانه! دا مهمه نه ده چې ته څه رقم قیافه لرې؛ ښکلی یې که بدرنګه. نجلۍ که چېرې ځواني ونه لري، نو خلک به وایي چې مرکې نه ورته کېږي. خو تاته وایم، ځوانه! ته چې پر مخ سل ډول کریمونه وهې د ځان د ښکلا لپاره، دا به بېخي پرېږدو چې ښایي لنډ مهال لپاره مخ یو څه ښایسته کړي، خو وروسته همدغه کریمونه او دواګانې کوم خطرونه او زیانونه رامنځته کوي، دې ته هېڅ کتنه نه کوو. بله دا چې پر مخ به یې لا یو تار ږیره هم نه وي راختلې، خو بیا هم له داسې شیانو استفاده کوي. یا به یې خپل عکسونه په Remini او نورو App ګانو کې داسې ایډیټ کړي وي چې سړی هېڅ نه پوهېږي چې ګواکې همدا هغه کس دی چې ما په عکس کې لیدلی و. ما داسې ډېر کسان لیدلي چې له دغو Remini او نورو App ګانو استفاده کوي، خو که یې له نږدې ووینې، نو سخت به درته ګران وي چې وپېژنې دا هماغه کس دی که نه. سړی فکر وکړي لکه تجارتي اعلان چې د خپل ځان لپاره کوي، یا غواړي خپل مشتریان زیات کړي. که نجونو ته ځان داسې جوړوي، کېدای شي چل یا بازی ورکړئ. خو تا بېخي هېر کړي چې خپله خور او مور لرې، او یا به په راتلونکي کې لوڼې ولرې، او همدا عمل بېرته له تا سره تکرارېدونکی دی. په پښتو کې یو متل دی چې وایي: «څه چې کرې، هغه به رېبې.» نو تاته وایم، ځوانه! خپله خواري وکړه، همت وکړه او ځان یو ځای ته ورسوه. له دې Remini او د کریمونو له وهلو هېڅ شی نه جوړېږي؛ ځکه ته نجلۍ نه یې چې ځان د خپل خاوند لپاره ښایسته کړې. هڅه وکړه چې د دې پر ځای د اسلام د اتلانو تاریخ مطالعه کړې. محمد بن قاسم یوازې اوولس کلن ځوان و چې هند یې فتح کړ. همدارنګه سلطان صلاحالدین ایوبي، طارق بن زیاد، او هغه نومیالی او نوم ورکی اتل خیرالدین بربروسا؛ چې غربیانو موږ ته د سمندري غله په نوم معرفي کړی دی. حتی هالیوډ په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د Pirates of the Caribbean په نوم فلم جوړ کړو او موږ ته یې هغه د غله په نوم معرفي کړ، حال دا چې خیرالدین بربروسا د اسلامي نړۍ یو ستر اتل و، او متاسفانه چې ډیر کسان لا د هغه له نومه هم ناخبره دي. نو خبره مې دا کوله: ته لا ځوان یې، او دا ټولنه تاته اړتیا لري. ځوانان د ټولنې د ملا تیر جوړوي. له دغو بېګټې کارونو څخه تېر شه او په ځان کې مثبت بدلون راوله.نوټ: دا مې لومړۍ لیکنه ده، که کوم ځای کې تېروتنه شوې وي، بښنه غواړم، او له تاسو هیله لرم چې راته یې په ګوته کړئ.په درنښت وکیل احمد "ساحل" 93780567679+
# اړوند پوسټونه
جالب
پر عکس کلیک وکړی بیا معلومات کتلای شي مختلف معلومات پر مختلفو عکسونو 🌹
📚 دا معلومات د هر ډول جالب معلومات 2 اپلېکېشن څخه اخیستل شوي دي.📲 د اپلېکېشن د ډاونلوډ لپاره لاندې د ټیلیګرام چینل لین...
ریس خادیم
33 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
جالب
د فيسبوک په مينه پام کوای
د فيسبوک په مينه پام کوای دغه واده شوی سړی ۹ ساعته سفر وکړ ترڅو له یوې ښځې سره وویني چې په فېسبوک یې ورسره خبرې کړې وې....
ریس خادیم
85 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
جالب
فیسبوک او تاوان
دجون ١٢ فیسبوک شاخوا ٩٠ دقیقی بندښت وروسته یوازي دمارک شخصي شتمني ته ٣ میلیارده او دفیسبوک شرکت ته هم ٣ ملیارده تاوان رس...
ریس خادیم
109 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)