oiuytrew
ریس خادیم

دا ۱۴ کلنه انجلۍ چې کله د ښوونځي ملګرو د زياتې کرکې او نفرت له

177 لیدنې 13 رایې
4.2 (13)
ریس خادیم
ریس خادیم 10 Jun 2026

دا ۱۴ کلنه انجلۍ چې کله د ښوونځي ملګرو د زياتې کرکې او نفرت له امله په لوبغالي کې بنده کړې وه او عجیبه انجلۍ به یې بلله نن د نړۍ له ځینو نامتو نابغه کسانو هم لوړه IQ لري. ادھارا پېریز د مکسیکو ښار اوسېدونکې ده، هغې ته د درې کلنۍ په عمر د آټیزم سپېکټرم اختلال (Autism Spectrum Disorder) تشخیص وشو، د وخت په تېرېدو یې د خبرو کولو وړتیا کمه شوه، ژور خپګان ته ولاړه او ښوونکو به فکر کاوه چې ګواکې زده‌کړو ته لېوالتیا نلري. خو په کور کې حالت بل ډول وو، هغې لا د کوچنیوالي پر مهال د کیمیا ټول د عناصرو دوراني جدول یاد کړی وو او د ستړیا له امله یې په خپله د الجبرا زده کړه پیل کړې وه. د هغې مور هیله له لاسه ورنکړه او نوموړې یې د مکسیکو ښار د استعدادونو د روزنې یوه مرکز ته شامله کړه، هلته ازموینو وښودله چې د ادھارا IQ ۱۶۲ ده، دا شمېر د مشهورو پوهانو لکه انشټاين، ابن‌سينا، هاکنګ او البيروني له IQ څخه هم لوړه ګڼل کېږي. هغې په پنځه کلنۍ کې لومړنۍ زده‌کړې بشپړې کړې، له ۱۲ کلنۍ مخکې یې د انجینرۍ دوه پروګرامونه پای ته ورسول او اوس د مکسيکو د ټکنالوژي پوهنتون په ریاضیاتو کې د ماسټرۍ زده کړې کوي. د هغې لویه هیله دا ده چې په ناسا کې کار وکړي او د فضا د څپړنې برخه شي. ریس خادیم🌹

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.2
4.2 (13)

13 ټولې رایې

5★
8
4★
2
3★
1
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan