په بدن کې د اوسپنې د کموالي او ویټامین B12 کموالي تر منځ توپیر په ټولنه کې ډېری خلک کمخوني (انیمیا) یوه ساده ستونزه ګڼي، خو حقیقت دا دی چې کمخوني بېلابېل ډولونه لري. له ټولو عامو څخه یې د اوسپنې (Iron) کمښت او د ویټامین B12 کمښت دي، چې هر یو جلا لاملونه، نښې او درملنه لري. په بدن کې د اوسپنې کموالی(Iron Deficiency): دا هغه حالت دی چې بدن کې د اوسپنې کچه کمه شي، او د وینې د سرو حجرو جوړېدل اغېزمن شي. اصلي لاملونه: 1. د اوسپنې کم استعمال (ناسمه تغذیه) 2. د وینې ضایع کېدل (د حیض زیاتوالی، زخمونه، داخلي وینه) 3. د امیندوارۍ او شیدو ورکولو دوره عامې نښې: 1 زیاته ستړیا او کمزوري 2 د پوستکي ژېړوالی 3 د سر ګرځېدل 4 د ویښتو تویېدل 5 د زړه درزا زیاتوالی په بدن کې د ویټامین B12 کموالی (Vitamin B12 Deficiency): دا هغه حالت دی چې بدن کې د ویټامین B12 کمښت رامنځته شي، چې نه یوازې وینه بلکې اعصاب هم اغېزمنوي. اصلي لاملونه: 1. د حیواني خوړو کم استعمال 2. د معدې یا کولمو ستونزې (لکه جذب نه کېدل) 3. اوږدمهاله درمل کارول عامې نښې: 1. شدید ضعف او ستړیا 2. د لاسونو او پښو بې حسي یا سوزش 3. د حافظې کمزوري 4. ژبې سوروالی او درد 5. رواني بدلونونه (لکه خپګان) څه ډول یې تشخیص وکړو؟ دواړه حالتونه یوازې د نښو له مخې نه پېژندل کېږي، بلکه د دقیق تشخیص لپاره باید لاندې معاینات تر سره کړو: CBC .1 د وینې عمومي معاینه Serum Iron .2او Ferritin Vitamin B12 Level .3 درملنه: 1. ایرن کمښت: د اوسپنې ګولۍ او د خوړو اصلاح 2. B12کمښت: د ویټامین B12 پیچکارۍ یا ګولۍ ________________________________________ اړین وضاحت: ځینې وختونه دواړه کمښتونه یو ځای هم شتون لري، نو په خپل سر د ځان درملنه مه کوئ. د ډاکټر یا لابراتوار له لارې دقیق تشخیص ډېر اړین دی. کمخوني ساده مه ګڼئ! هر ډول کمخوني جلا تشخیص او درملنه غواړي.
# اړوند پوسټونه
روغتیا
د حساسيت او نفس تنګي تشخیصي معاينات
حساسیت (الرجي) او نفس تنګي (Asthma) هغه عامې روغتیايي ستونزې دي چې د انسان د تنفسي سیستم پر فعالیت اغېز کوي. د دوامدار ټ...
پښتو ګهيځ
34 لیدنې
14 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
بار بار مو سر ګرځي؟ چکر درځي؟ نو پام وکړئ!
بار بار مو سر ګرځي؟ چکر درځي؟ نو پام وکړئ! د سر ګرځېدل (Vertigo) یوه عامه خو ځوروونکې ستونزه ده. ځینې وخت انسان داسې اح...
ریس خادیم
68 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
هایپوټالاموس (Hypothalamus) غده د بدن د توازن پټ ځواک
د انسان بدن د بېلابېلو هورمونونو په وسیله خپل عادي فعالیتونه تنظیموي. هورمونونه هغه کیمیاوي پیغام رسوونکي مواد دي چې د ځ...
پښتو ګهيځ
108 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)