oiuytrew
احسان عادل

د کاروباریانو ترمنځ ناسالم رقابت او د بازار پر اقتصاد یې ناوړه اغېزې!

191 لیدنې 13 رایې
4.0 (13)
احسان عادل
احسان عادل 09 Jun 2026

د کاروباریانو ترمنځ ناسالم رقابت او د بازار پر اقتصاد یې ناوړه اغېزې! ‎په یوه ازاد بازار کې، هر سوداګر هڅه کوي چې خپل محصولات یا خدمات په ښه کیفیت او مناسبه بیه وړاندې کړي ترڅو مشتریان جلب کړي. کله چې دا هڅه د اصولو او اخلاقو په چوکاټ کې وي، ورته «سالم رقابت» وايي. خو کله چې یو کاروباری د نورو سیالانو ماتولو لپاره له غیر اخلاقي لارو کار اخلي، نو دا د «ناسالم رقابت» په نوم یادیږي. ‎ناسالم رقابت څه ته وايي؟ ‎ناسالم رقابت هغه کړنې دي چې د بازار  طبیعي جریان د ګډوډولو او د نورو سیالانو  له منځه وړلو لپاره ترسره کېږي. په دې حالت کې د ګټې اخیستنې پر ځای، د سیال کمزوري کولو او یا ماتولو هڅه کیږي. ‎د ناسالم رقابت عام ډولونه: ‎1  په قصدی ډول د بیو ټیټول. ځینې لوی شرکتونه خپل محصولات په دومره ټیټه بیه پلوري چې نور کوچني کاروباریان یې د مقابلې توان نه لري او بالاخره له بازار څخه بهر کیږي. کله چې سیالان له منځه لاړ شي، دوی بیا بیې په خپله خوښه  او پع بې ساري ډول لوړوي. ‎2  د سیالانو په اړه ناسم تبلیغات: د سیال تولید او کاروبار  په اړه د دروغو خبرونه خپرول ترڅو د خلکو باور پرې له منځه ولاړ شي ما ډیری داسې کاروباریان لیدلی چې سیال به یې هیڅ غلطی نلری خو دوی بیا هم ترې غیبت کوی بدې خبرې پسې کوی تر څو سیال یې بازار کې باور وبایلي. ‎3 د بازار انحصار: ځینې کاروباریان د ځینو توکو په پټولو یا د اکمالاتو په بندولو سره د توکو مصنوعي کمښت رامنځته کوي ترڅو بیې یې لوړې شي. ‎4 د فکري ملکیت غلا:د بل شرکت له برانډ، نوم یا له ځانګړي ډیزاین څخه په غیری قانوني ډول ګټه اخیستل. ‎ ‎پر بازار او اقتصاد د ناسالم رقابت اغېزې. ‎ناسالم رقابت نه یوازې د سوداګرو ترمنځ اړیکې خرابوي، بلکې د اقتصاد پر بنسټونو هم ژورې منفي اغېزې کوي: ‎🔹د کیفیت ټیټوالی:کله چې یو سوداګر پر دې تمرکز وکړي چې څنګه سیال له منځه یوسي، نو په دې وخت کې یې کیفیت له پامه غورځی ځکه ټول فکر یې د سیال په له منځه وړلو کې مشغول وي. په پایله کې مشتری اړ کېږي چې بې کیفیته توکي واخلی. ‎🔹د انتخاب حق محدودیت: کله چې ناسالم رقابت د کوچنیو کاروباریانو د ماتې لامل شو، نو بازار یوازې د څو لویو شرکتونو په لاس کې پاتې کېږي. چې دا کار د مشتری د انتخاب حق له منځه وړي ځکه مشتری مجبور وی چې همدا یو څو محدودو خلکو ته ورشی ځکه چې نور څوک به شتون ونلري. ‎🔹د بیو لوړېدل: که څه هم په لنډمهاله کې ناسالم رقابت د بیو د ټیټېدو لامل کېږي،خو په اوږد مهاله کې د انحصار سبب کېږي، چې بیا د بیو د لوړېدو له امله د خلکو د اخیستو  قدرت کمیږي. ‎🔹د نوښت مخنیوی: په داسې بازار کې چې ناسالم رقابت حاکم وي، نوښتګر او نوي کاروباریان د ننوتلو جرئت نه کوي، ځکه دوی پوهېږي چې د لویو شرکتونو د غیر اخلاقي چلند سره مقابله نه شي کولای. ‎ ‎ حل لارې څه دي؟ ‎د دې ستونزې د مخنیوي لپاره څو مهم ګامونه ضرور دي: ‎1 قانوني څارنه: حکومتونه باید د ناسالم رقابت ضد قوانینو په جوړولو سره د داسې کړنو مخه ونیسي. ‎2 اخلاقي سوداګری: کاروباریان باید پوه شي چې اوږدمهاله ګټه یوازې په سالم رقابت او د پیرودونکي په رضایت کې ده. ‎3 د مصرفوونکو او مشتریانو پوهاوی:که خلک او مشتریان د کیفیت او بیې ترمنځ توپیر په سمه توګ درک کړي، نو دوی کولای شي چې د غیر اخلاقي کاروباریانو محصولات رد کړي. ‎په پای کې ویلی شو چې سالم رقابت د اقتصادي ودې انجن په څیر دی، خو ناسالم رقابت د اقتصادي زوال د شروع کیدو یو نشانه ده. د یوې پیاوړې او پرمختللې ټولنې لپاره اړینه ده چې کاروباریان د اخلاقو او قانون په چوکاټ کې سیالي وکړي، ترڅو د بازار توازن وساتل شي او ګټه یې هم کاروباری او هم عامو خلکو ته ورسېږي. ‎په دې اړه تاسې هم راته خپلې تجربې ولیکئ. ‎ ‎#نوښتګرتجارت #A Adil

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.0
4.0 (13)

13 ټولې رایې

5★
5
4★
4
3★
3
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan