دکوچنی تر پیدایښت وروسته هغه هلک وی که انجلۍ کم مسنون اعمال چی کول پکار دی او دهغوی دکولو وخت که چيري تاسو موږ ته په دغه هکله تفصیلاً معلومات راکړئ او زموږ لارښونه وکړي ستاسو به ډیره مهرباني وی، مثلاً:عقیقہ،سر خریل ، نوم ايښول وغیرہ وغیرہجواب: 1.کوچنی هلک /یا انجلی پاکول :دکوچنی د پيدايښت وروسته دهغه پر بدن چی کم رطوبت لوند والي لګیدلی وي ، دهغه په باره کي امام صاحب رحمہ اللہ فرمائے چی هغه رطوبت پاک دی ، ددی وجه څخه هغه کوچني د غسل څخه دمخه هم پاک دی په دی شرط چی دهغه پر بدن باندی وینه یا یو بل نجاست او ناپاکی نه وي لګیدلی ، او د امام صاحب قول مفتیٰ بہ کړل سوی دی ، او د صاحبین رحمہما اللہ په نظر هغه رطوبت ناپاک دی ، او د صاحبین قول پر احتیاط باندي مبنی دی ، بیا هم تاسو کوچنی ته غسل دیو ماهر طبیب په مشورہ و کولی سی ۔ "نقل في التاتارخانیة: أن رطوبة الولد عند الولادة طاهرة، وکذا السخلة إذا خرجت من أمها، وکذا البیضة فلایتنجس بها الثوب ولا الماء إذا وقعت فیه، وهو المختار، وعندهما یتنجس، وهو الاحتیاط، قلت: وهذا إذا لم یکن معه دم، ولم یخالطه رطوبة الفرج". (الشامية، الطهارة، باب الأنجاس، زکریا ۱/ ۵۶۴، کراچی۱/ ۳۴۹، الموسوعة الفقهیة الکویتیة۲۲/ ۲۶۰) في الحجة: الرطوبة التي علی الولد عند الولادة طاهرة … السخلة إذا خرجت من أمها، فتلك والرطوبات طاهرة لایتنجس بها الثوب ولا الماء، وفي الفتاوی العتابیة: هو المختار، وعندهما یتنجس وهو الاحتیاط". (الفتاوی التاتارخانیة، الطهارة، الفصل السابع، معرفة النجاسات وأحکامها، زکریا ۱/ ۴۴۳)2. تحنیک کول :دیو شرعی بزرگ،د اللہ والا څخه دهلک /یا انجلی تحنیک وکړی ، تحنیک په لغت کي ويل کېږي : کھجور خورما چي باريکه کړي او دکوچني په خوله کي دننه پر تالو باندي ونښلوي ۔ کچيري پخه خورما نه وه ، نو په لنده خور ماسره دی وکړی ، که هغه نه وه بیابی په هر خواږه شی سره تحنیک کولی سی ، په عمومی احوالو کی په خوږو شیانو کي بیا عسل تر ټولو شیانو بهترین شي دی .في ’’ صحیح مسلم ‘‘ :"عن أبي موسی قال : ’’ وُلد لي غلامٌ فأتیتُ به النبي ﷺ فسمّاه إبراهیم وحنّکه بتمرة‘‘. (۲/۲۰۹، کتاب الآداب، باب استحباب تحنیك المولود عند ولادته وحمله إلی صالح یحنکه وجواز التسمیة یوم ولادته الخ، ط : قدیمي)3.په غوږ کي اذان او اقامت کول :تر هغه وروسته مستحب دادی چي دماشوم په رسته غوږ کی اذان وکړی او په چپه غوږ کی اقامت وکړی په لوړ آواز سره مخ پر قبله باندی کښینستل ،کچيري کوچني خدانخواستہ په وینٹی لیٹر کی وی نو دباندی څخه اذان کولی سی ورته ۔دحضرت ابو رافعؓ روایت دی، فرمائے : "رأیت رسول الله صلی الله علیه وسلم أذّن في اُذن الحسن بن علي حین ولدته فاطمة‘‘. ’’ما رسول اللہ ﷺ ولیدی چي د حسن بن علی د ولادت وروسته دهغه په غوږ کی اذان کوی ‘‘۔داذان کولو په وخت کي د استقبالِ قبلہ مخ قبله ته کولولحاظ ساتل پکار دی ، البته په غوږو کی دی ګوتي نه دننه کوي لکه دلمانځه داذان په وخت کی چی کول کیږي، بلکہ لاسونه دی داغسی خپل بر حال خلاص پریږدی ، او د "حيّ علی الصّلاة"او"حيّ علی الفلاح" په وخت کي دی مخ رسته طرف او چپه طرف ته وګرځوي ۔فتاویٰ شامی :"ویترسل فیه ویلتفت فیه وکذا فیها مطلقاً یمیناً ویساراً بصلاة وفلاح، ولو وحده أو لمولود؛ لأنه سنة الأذان مطلقًا".وفي الشامیة:"و في البحر عن السراج: أنه من سنن الأذان، فلایخل المنفرد بشيء منها، حتی قالوا في الذي یؤذن للمولود: ینبغي أن یحول. (قوله مطلقاً) للمنفرد وغیره و المولود وغیره". (الدر المختار مع الشامية ۲؍۴۹ بیروت، ۲؍۵۳ زکریا)وقال الشیخ عبد القادر الرافعي في تقریراته:"قال السندي: فیرفع المولود عند الولادة علی یدیه مستقبل القبلة ویؤذن في أذنه الیمنی ویقیم في الیسری، ویلتفت فیهما بالصلاة لجهة الیمین وبالفلاح لجهة الیسار". (تقریرات الرافعي الملحقة بالفتاویٰ الشامیة ۲؍۴۵ زکریا)وفي شرح السنة:"روي أن عمر بن عبد العزیز کان یؤذن في الیمنی ویقیم في الیسری إذا ولد الصبي. قلت: قد جاء في مسند أبي یعلی الموصلي عن الحسین مرفوعاً: من ولد له ولد فأذّن في أذنه الیمنی وأقام في أذنه الیسری لم تضرّه أم الصبیان. والأظهر أنّ حکمة الأذان في الأذن أنه یطرق سمعه أول وهلة ذکر اللّٰه تعالی علی وجه الدعاء إلی الإیمان والصلاة التي هي أم الأرکان". (مرقاة المفاتیح ۸؍۱۵۹-۱۶۰ أشرفیة)4.عقیقہ او دهغه څاروي :عقیقہ سنت ده ،د اللہ رسول صلی اللہ علیہ وسلم خپل د لمسيانو : حضرت حسن اوحضرت حسین رضی اللہ تعالیٰ عنہما دطرف څخه عقیقہ کړی ده خو فرض او واجب عمل نه دی کچيري یی یو څوک طاقت نه لری بیا هیڅ قسم مشکل نسته، په یو حدیث شریف کي راځي چي د’’عقیقہ‘‘ په برکت سره دکوچني څخه لوړ بلاوي ګرځوي ،په عقیقہ کی دهلک دطرف څخه دوه پسونه یاوزی او که یو ذبح کړی هم فرق نسته او د انجلی دطرف څخه یو پسه حلالول کیږي او هغه څار وی جائز دي کم چی داختر په قربانی کی جائز او صحیح کیږي، لکه چي نبی کریم صلی اللہ علیہ وسلم فرمائے:’’عَنِ الْغُلاَمِ شَاتَانِ مَکَافِئَتَانِ وَعَنِ الْجارِیَة شَاة‘‘.( صحیح أبي داؤد)دهلک دطرف څخه دوه پسونه ، یا په لوی حیوان کی لکه غوا اوښ په هغه کي دوی حصی دهلک لپاره یوه حصه دانجلی لپاره ایښولی سی او داختر په قربانی کی هم په لوی حیوان کی دعقیقه حصه ایښولی سی ، او چي انجلی پیدا سی ، نو يو پسه ذبح کول کیږي، یا په لوی حیوان کی یوه حصه ایښول ، د امستحب عمل دی ۔ما في ’’ سنن أبي داود ‘‘ : عن ابن عباس :’’ أن رسول اللّٰه ﷺ عقَّ عن الحسن والحسین کبشًا کبشًا‘‘. (۲/۳۹۲، باب العقیقة، ط : دار السلام سهارنفور، رقم : ۲۸۴۱، بذل المجهود: ۹/۶۱۳، ط : دار البشائر الإسلامیة)5. دعقیقہ ورځ :ښه خبره داده چي دکوچني دپیدا څخه اووه مه ورځ عقیقہ وکړل سی ، ارشادِ نبویؐ دی :’’کُلُّ غُلاَمٍ رَهیْنَة بِعَقِیْقَتِه تَذْبَحُ عَنْه یَوْمَ سَابِعه، وَیُسَمَّی فِیْه وَیُحْلَقُ رَاْسه‘‘. (صحیح أبي داؤد)ترجمه: " هر کوچنی خپل دعقیقہ په بدل کی گروی کول کیږي، دپیدائش اومه ٧ورځ دهغه عقیقہ وکړی ، او پر هغه خکلی نوم کښيږدي او دهغه حلق سر خریل وکړی "۔کچيري اوومه ورځ عقیقہ وه نسی نو بیا ١٤ ورځ یی کولی سی ، او کچيري یی وه نه کړل بیایی ٢١ ورځ کولی سی، کچيري یی په دغو ورځو کي عقیقہ وه نه کړه ،نو په ټول عمر کی هروخت هره ورځ عقیقه کولی سی ښه خبره داده چی تر بلوغ دمخه وسی ، البتہ بهتر داده چي کله هم عقیقہ کول کیږي،د پیدائش څخه ٧ ورځ لحاظ ساتل پکار دی چی په دغه ورخ وسی ، یعنی کچيري کوچني دیوی سېشنبه په ورځ پیدا سوی وی نو ددوشنبه په ورځ يي عقیقہ وکړل سی ۔ما في ’’ إعلاء السنن ‘‘:"عن بریدة أن النبي ﷺ قال: ’’ العقیقة لسبع أو أربع عشرة أو إحدی وعشرین‘‘. رواه الطبراني في الصغیر والأوسط". (۱۷/۱۳۱، باب أفضلیة ذبح الشاة في العقیقة)فيض البارى شرح صحيح البخارى (5/ 88): "ثم إن الترمذي أجاز بها إلى يوم إحدى وعشرين. قلتُ: بل يجوز إلى أن يموت، لما رأيت في بعض الروايات أنَّ النبيَّ صلى الله عليه وسلّم عقّ عن نفسه بنفسه".6.دکوچنی دسر ویښتان خریل او سپین زر صدقہ کول :دعقیقہ په ورځ دماشوم دسر دویښتانو دخریلو وروسته دویښتانو دتول په اندازه سپین زر یا دهغه دقیمت په اندازه پيسي صدقہ کول مسنون عمل دی ۔ کچيري ماشوم خدانخواستہ په وینٹی لیٹر کی وی نو دهغه ویښتان دی وروسته وخریل سی ۔حضرت علیؓ بیان کوی چی رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم د حضرت حسنؓ په عقیقے کی یو پسه ذبح کړی او وی فرمائل چی : فاطمہؓ! دده دسر ویښتان وخره یه او دویښتانو دتول په اندازه سپین زر صدقہ کړه ۔ (ترمذی)"عن علي قال: عقّ رسول اللّٰه صلی اللّٰه علیه وسلّم عن الحسن بشاة فقال: یا فاطمة! احلقي رأسه وتصدقي بزنة شعره، فکان وزنه درهماً أو بعض درهم". (المصنف لابن أبي شیبة ۱۲؍۳۱۹ بتحقیق الشیخ محمد عوامة، جامع الترمذي: ۱۵۱۹، إعلاء السنن ۱۷؍۱۱۹، جامع الترمذي: ۱؍۲۷۸،مسائل قربانی وعقیقہ۵۳)7.زعفران لگول :دعقیقہ په ورځ دسر خریلو وروسته دماشوم په سر باندي دزعفران وغیرہ دخوشبو لګولو هم ثبوت سته ۔"عن بریدة رضي اللّٰه عنه قال: کنا في الجاهلیة إذا ولد لأحدنا غلام ذبح شاةً ولطخ رأسه بدمها فلما جاء الإسلام کنّا نذبح الشاة یوم السابع ونحلق رأسه ونلطخه بزعفران". (رواه أبوداؤد حدیث: ۲۸۴۳، مشکاة المصابیح مع المرقاة ۸؍۸۲)8. دهلک / یا انجلی نوم ايښول :ښه خبره داده چی کله ماشوم پیداسی هغه وخت یو سم ښه معنی داره نوم پر کښيږدي او کچيري یی دغه وخت نوم نه پر کښیښود نو ښه داده چی په کمه ورځ عقیقہ کوي په هغه ورځ به پر هلک / یا انجلی ښه نوم ایږدی ښه نوم بیا پر کوچنی باندي ښه اثر لرلی سی ۔ کچيري په دغه وخت کي عقیقہ وه نه کړل شي نو بیا په ټول عمر کی کولی سی چی کله يي طاقت پيداسي ۔کمافي الحدیث:"تذبح عنه یوم السابع، ویسمی، ویحلق رأسه". ( سنن أبي داؤد، حدیث: ۲۸۳۷، ترمذی شریف ۱۵۲۲ ،)9. دکوچنی ختنہ سنتی کولختنہ داسلام یو شعار او سنتِ مؤکدہ عمل دی او په طبی لحاظ سره هم ډیر ضروری او مفید دی ، ددی وجه څخه په کوچنی والی کی دکوچني د ختنہ کولو اهتمام کول پکار دی ،دختنہ لپاره هیڅ کم وخت نه دی متعین ، ددی وجه څخه دکوچني د صحت او حالت ته په کتلو سره په مناسب وخت کي کول پکاردی۔نوٹ : دعقیقه دڅاروی پر ځای دهغه قیمت پيسي مسکین ته ورکول په هغه سره سنت عقیقه نه اداکیږی بلکه څاروي حلال ضروری بیا که دهغه غوښه اومه تقسیم کړی یا پخه فرق نه کوي، دعقیقه دڅاروی غوښه میلمنو دوستانو او یا په یو ښاديواده کی ورکولي سی فرق نه لري، او کچيري دعقیقه پر غوښه یو ځای رسم وي چي عوض بدل ورکوي دا بیا جواز نه لري، فتاوی رحیمیه جلدی ١٠...٦١.. دارالفکر، بدائع الصنائع:٦..٣٢٨.التضحیه ط:دارالكتب العلمية بيروت ٨٠،٥ کفایت المفتی جلد 8/ 242"واختلفوا في الختان، قیل: إنه سنة، هو الصحیح". (عالمگیري ۵؍۲۵۷)"والأشبه عند الحنفیة: أن العبرة بطاقة الصبي إذ لا تقدیر فیه، فیترك تقدیره إلی الرأي". (الموسوعة الفقهیة ۱۹؍۲۹)
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
2.9
14 ټولې رایې
5★
3
4★
0
3★
4
2★
7
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
اسلام
د عربو عیش او د فلسطین فریاد
دا کوم عکس چې تاسو وینئ دا دعربو د بې غیرتۍ غټه نمونه ده دا بوټونه عربو جوړ کړي دومره قیمت لري چې د فلسطنیانو لپاره کافي...
لیکوال بوکسر
103 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
اسلام
د فتوا په باره کې مختصر بحث ۱۶مه برخه (له دین سره د تصوف ارتباط)
له دین سره د تصوف ارتباط: حدیث شریف دی: کُلُّ بدعةٌ ضلالةٌ و کُلُّ ضلالةٌ فی النار. ترجمه: ټول بدعتونه ګمراهي ده او د...
پښتو ګهيځ
102 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
اسلام
دسټیکرانو کارول او اصلیت 👋
*_خبر دار!_* *د سټيڪرونو او ایموجي ڪارولو ڪې احتياط وڪړئ❗* مفتی عدیل رباني متخصص مرڪز اهل السنة والجماعة سرګودها په...
لیکوال بوکسر
158 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)