oiuytrew
ریس خادیم

د Black Lemur یو ځانګړی حیوان دی

173 لیدنې 14 رایې
3.1 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 11 Jun 2026

د Black Lemur یو ځانګړی حیوان دی چې کله ناکله په قصدي ډول له ځینو زره‌پایو (Millipedes) سره لوبې کوي او هغوی هڅوي چې خپل دفاعي کیمیاوي مواد خوشې کړي دا زره‌پایان داسې مواد خارجوي چې پکې ځینې زهرجن مرکبات، لکه سیانایډ ته ورته کیمیاوي مواد، هم شامل وي لیموران دغه مواد پر خپل بدن موښي او کله ناکله یې بویوي هم څېړونکي په دی باور لري چې دا کار ښايي د حشراتو او پرازیتونو د لرې ساتلو لپاره وي ځینې څیړني ښيي چې لیموران له دې عمل وروسته غیرعادي او ارام یا مست‌نما چلند کوي له همدې امله څیړونکو دا حالت د نشې سره تشبیه کوي خو ساینسپوهان لا هم په دې اړه څېړنې کوي او دا خبره چې لیموران قصداً د سیانایډ له امله نشه کېږي یا نه خو په بشپړه توګه ثابته شوې نه ده تر ټولو منل شوې نظریه دا ده چې دوی دا مواد د طبیعي حشره‌ضد لپاره کاروي. ریس خادیم🌹

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.1
3.1 (14)

14 ټولې رایې

5★
1
4★
3
3★
6
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan