د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال یو سرتیري له یوې شدیدې نښتې وروسته خپل قوماندان ته ولیکل: محترم قوماندانه! ما مې خپله وسله په قبر کې خښه کړه او نور نه جنګېږم بس دی! ښاغلیه! دا پرېکړه مې د مرګ له ویرې نه ده کړې او نه راباندې د خپلې مېرمنې، لور او زوی مینه زوروره شوې؛ خو که رښتیا را څخه پوښتئ چې نو ولې؟ دا کار مې له هغې وروسته وکړ چې د دښمن عسکرو یو تن مې په خپلو لاسونو وواژه. چې نیږدې ورغلم او جیبونه مې یې وپلټل له یوې وژونکې صحنې سره مخ شوم. د هغه له جیب څخه څو ځایه سوری، ګونځ او د وینو په څاڅکو ککړ کاغذ راووت چې پرې لیکل شوي و: «پلار جانه! له کوم ورځې راهیسې چې تللی یې او زه دې یوازې پريښې یم، هره ورځ تر غروبه (لمر لوېدو) پورې د لویې دروازې مخې ته منتظره یم او ستا د راتلو لارې څارم. قسم کوم چې که دا ځل راغلې په غېږ کې دې دومره ټینګ نیسم چې بل ځل جنګ ته راڅخه لاړ نشې.» نو قوماندان صیب! ما داسې نه بښل کېدونکې ګناه او جرم وکړ، هغه کوچنۍ ماشومه مې د تل لپاره یو خیالي او بې ګټې انتظار ته کېنوله! هغه به څومره ورځې او کلونه نور تر غروبه پورې له وژل شوي پلاره ناخبره هغه ته منتظره وي؟ د هغې پلار خو ما په خپلو لاسونو وواژه! لعنت په داسې جګړې چې معصومو او سپېڅلو ماشومانو څخه پلرونه اخلي او د هغوی له مېنې یې محروموي!
# اړوند پوسټونه
لنډې کيسې
غږیز ناولونه
سلامونه ملګرو! نن مې په یوټیوب چینل کې د «ابلیس» ناول لومړۍ ویډیو پورته کړه. دا ویډیو د احساس صاحب له خوا جوړه او منظمه...
خواجه زی لیکوال
186 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)
هنر
ابلیس ناول پنځم پړاو کتاب راکړه ناول
ابلیس_ناول په اړه معلومات دا ناول یو ډارونکي کیسه لری یو هلک په نوم د محمد طاها چې د یو عادی ژوند په لټه کیدی خو قسمت و...
خواجه زی لیکوال
250 لیدنې
09 Jun 2026
0.0
(0)
هنر
د میني سمندر ناول
د میني سمندر یا هم عربی نوم یې “بحیرة العشق “ یو عربی ناول دې چې یو ډارونکې کیسه لرې او فضل جان فضلي ورور د عربي څخه پښ...
خواجه زی لیکوال
244 لیدنې
08 Jun 2026
0.0
(0)