طبیعت ژبه او د ژوند فلسفه طبیعت یوه داسې خاموشه ژبه لري چې بې له الفاظو انسان ته ستر درسونه ورکوي، که انسان د طبیعت نښو ته ځیر شي د ژوند ډېر رازونه ترې زده کولی شي. لکه: ۱غږ چې وکړې هماغسې راګرځي که په دره کې چیغه ووهو اواز مو بېرته هماغسې راګرځي. ژوند هم همداسې دی که مینه، احترام او نېکي وکړو هماغه به بېرته راستانه شي اوکه کرکه او بدي خپره کړو پایله یې هم موږ ته راګرځي. ۲میږیان د سخت کار سمبول دي کوچني میږیان د راتلونکي لپاره خواړه راټولوي نه ستړي کېږي او نه هم ناامېده کېږي دوی انسان ته دا درس ورکوي چې بریا د دوامدارې هڅې او زحمت پایله ده. ۳سیند تل روان وي که اوبه ودرېږي خوسا کېږي خو روانې اوبه تل پاکې وي. انسان هم باید د ژوند په ستونزو کې ونه دریږي بلکې مخته لاړ شي او له هرې تجربې زده کړه وکړي. ۴ونې د سخاوت درس راکوي ونه د خپل سیوري، مېوو او ښکلا لپاره له چا بدل نه غواړي. انسان ته ښيي چې ریښتینې لویي په ورکړه او خدمت کې ده. ۵غرونه د استقامت نښه ده بادونه، بارانونه او طوفانونه ورباندې راځي خو بیا هم پر خپل ځای ولاړ وي دا موږ ته راښيي چې د ستونزو پر وړاندې باید ثابت قدم واوسو. ۶مرغان د آزادۍ پیغام لري دوی هر سهار له امید سره الوتنه پیلوي انسان ته وايي چې ناامېدي د ژوند دروازې تړي او امید یې پرانیزي. لیکوال:محمد ولی خان
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.4
13 ټولې رایې
5★
3
4★
3
3★
3
2★
4
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
لنډې کيسې
غږیز ناولونه
سلامونه ملګرو! نن مې په یوټیوب چینل کې د «ابلیس» ناول لومړۍ ویډیو پورته کړه. دا ویډیو د احساس صاحب له خوا جوړه او منظمه...
خواجه زی لیکوال
184 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
ګهیځ کتابتون: د علم رڼا او د فرهنګي ویښتیا ځاله
انسان د عقل او روح غذا ده او کتابتون هغه مقدس ځای دی چې د پېړیو پېړیو علم، تاریخ، کلتور او انساني تجربې پکې په امن کې سا...
شمس الرحمن
205 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
پر خپلو ماشومانوسوچه پښتو نومونه کیږدئ!!
1:-ښځینه نومونه: ---------------------- ا وږۍ ، اوښکه ، اناره ،الینا ، اورنۍ ، اورځلا ، اشرپۍ ، بته ، بدرۍ ، برېښنا ، ب...
پښتو ګهيځ
219 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)