مړو سمندر (Dead Sea): دا سمندر د اردن او فلسطین په سرحد کې دی. د دې اوبو کې د مالګې کچه دومره زیاته ده چې هیڅ انسان پکې نه ډوبیږي او تل پر اوبو باندې تیر پاتې کیږي. همدارنګه په دې سمندر کې د مالګې د زیاتوالي له امله هیڅ کب یا ژوی ژوند نشي کولای.د اور وریدونکی غره (Kawah Ijen): په اندونیزیا کې داسې یو د اورشیندی غونډۍ شتون لري چې د شپې لخوا له هغې څخه په زړه پورې شنه او آبي رنګ لرونکی اور راوځي. دا رنګ د سلفر ګازونو د سوځیدو له امله رامنځته کیږي.تر ټولو لویه دښتې په اوبو کې: د انټارکټیکا براعظم د نړۍ تر ټولو لویه دښته ګڼل کیږي. که څه هم هلته یوازې یخ دی، خو د باران د نشتوالي له امله ساینس پوهان ورته دښته وايي.۲. دحیواناتو نړۍ کې حیرانونکي حقایقاوکټوپس (Octopus) یا اته پښې لرونکی کب: دا ژوی ۳ زړونه او ۹ مغزونه لري. د دې ترڅنګ د اوکټوپس د وینې رنګ هم شین (آبي) وي.شات مچۍ (Honeybees): شات مچۍ یوازیني حشرات دي چې داسې خواړه (شات) تولیدوي چې انسانان یې خوړلی شي. په زړه پورې خبره دا ده چې اصلي شات هیڅکله نه خرابیږي، حتی که په زرګونو کلونه هم تیرتیر شي.مېږیان (Ants): مېږیان هیڅکله نه ویده کیږي او دوی سږي (Lungs) هم نه لري. دوی د خپل وزن څخه ۲۰ چنده زیات دروند شی پورته کولای شي.۳. د انسان د بدن عجیبه رازونهد سترګو وړتیا: د انسان سترګه د ۱۰ ملیونه بېلا بېلو رنګونو ترمنځ توپیر کولای شي.د پوزې او غوږونو وده: د انسان د بدن نور غړي د یو عمر وروسپوزه او غوږونه د ژوند تر پایه پورې په ډیره کمه کچه غټیږي.د زړه ځواک: د انسان زړه په ورځ کې نږدې ۱۰۰،۰۰۰ ځله درزیږي او دومره انرژي تولیدوي چې یو موټر پرې ۳۲ کیلومتره لاره وهلی شي.۴. نور متفرق حقایقمونا لیزا (Mona Lisa): د نړۍ تر ټولو مشهوره د نقاشۍ تابلو (مونا لیزا) ده چې د لیونارډو ډاوینچي لخوا جوړه شوې، خو په دې نقاشۍ کې د هغې ښځې ورځې (Eyebrows) نشته.د کیلې (Banana) ډیزاین: کیلې ځکه کږې وده کوي چې دوی د لمر د رڼا په لور ځان راکاږي، دې پروسې ته په ساینس کې منفي جیوټروپیزم وايي.ته وده بندوي
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.4
13 ټولې رایې
5★
4
4★
2
3★
2
2★
5
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
جالب
مشهور یوټیوبر مسټر بیسټ وایي؛
مشهور یوټیوبر مسټر بیسټ وایي؛ زه هره ورځ یو میلیون ډالر ګټم، په داسې حال کې چې ايلن ماسک وایي؛ زه همدومره پیسې په یوه دق...
ریس خادیم
101 لیدنې
15 Jun 2026
0.0
(0)
جالب
آيا تاسې پوهېږئ چې د روسيي ولسمشر ۲۶ میلیارده ډالر د اوږد ژوند لپاره لګولي
آيا تاسې پوهېږئ چې د روسيي ولسمشر ۲۶ میلیارده ډالر د اوږد ژوند لپاره لګولي د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر د عمر ضد...
ریس خادیم
86 لیدنې
15 Jun 2026
0.0
(0)
جالب
د #شترمرغ هګۍ د نړۍ تر ټولو لویې هګۍ دي!🔥
د #شترمرغ هګۍ د نړۍ تر ټولو لویې هګۍ دي!🔥 یوه یواځې هګۍ تر ۱.۵ کیلوګرامه پورې وزن لري او د ۲۰ چرګ هګیو برابر خواړه لري...
ریس خادیم
145 لیدنې
15 Jun 2026
0.0
(0)