دا په انځور کې چې ښکاري دا علامه اشرف علي تهانوي رحمه الله دی. علامه اشرف علي تهانوي د اسلامي نړۍ له هغو سترو علماوو څخه دی چې د علم، فقاهت، دعوت، اصلاح، تصوف او د امت د روزنې په ډګر کې یې داسې خدمتونه ترسره کړي چې اغېزې یې تر نن ورځې پورې ژوندۍ دي. د هند د نیمې وچې په زرګونو علماوو، مدرسو او دیني مرکزونو د تهانوي رحمه الله له علمي او فکري میراث څخه ګټه اخیستې ده. نوموړی یوازې یو فقهي نه وه ، بلکې یو مصلح، مربي، مفسر، محدث، او يو ستر لیکوال وه. لنډه دا چ.. د خلکو د زړونو روزونکی وه. دده ژوند د علم، تقوا، اخلاص، زهد، خدمت یوه روښانه بېلګه ده. علامه اشرف علي تهانوي رحمه الله د ۱۸۶۳ میلادي کال (۱۲۸۰ هجري قمري) کې د هند د تهانه بهون په تاریخي ښار کې وزېږېده. دده کورنۍ له دین او علم سره ځانګړې مینه لرله مقصد په یوه دینداره کورنۍ کې پیدا سوی دی. د کوچنیوالي له وخته دده په شخصیت کې د علم حاصلولو شوق، ددین سره مینه او د علماوو سره یې ډېر محبت وه. ویل کېږي چې علامه اشرف علي تهانوي له ماشومتوبه د نورو ماشومانو په پرتله له علمي مجلسونو سره ډېره علاقه لرله او تل به یې داااا هڅه کوله چې له دیني زده کړو څخه ځان برخمن کړي. کله چې د زده کړو عمر ته ورسېده، لومړنۍ زده کړې یې په خپل ښار کې ترسره کړې. وروسته د هند تر ټولو مشهور دیني مرکز، دارالعلوم دیوبند ته ولاړ. په هغه وخت کې هم دارالعلوم دیوبند د اسلامي علومو یو ستر مرکز وه. لکه نن سبا چې دیوبند په علمي ډګر کې یو ستر نوم یادیږي. او د نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه به طلباء کرام ورته راتلل. علامه تهانوي رحمه الله هلته د تفسیر، حدیث، فقه، اصول فقه، منطق، فلسفې، عربي ادب او نورو علومو زده کړې وکړې. د هغه ذکاوت او علمي استعداد دومره لوړ وه چې استادانو به یې د راتلونکي لوی عالم په توګه یاداوه. په دارالعلوم دیوبند کې د زده کړو پر مهال یې د خپل وخت له سترو استادانو څخه استفاده وکړه مانا دا چې زده کړې یې ترې وکړې. د هغه استادان نه یوازې د علم له پلوه مشهور وو، بلکې د تقوا او عمل له پلوه هم د خلکو لپاره بېلګې ګڼل کېدلې. همدا لامل و چې د تهانوي رحمه الله په شخصیت کې علم او عمل دواړه سره یو ځای شول. له فراغت وروسته یې د تدریس پیل کړ. ډېر ژر یې علمي شهرت د هند په بېلابېلو سیمو کې خپور شو. خلک به د لرې پرتو سیمو څخه د تهانوي رحمه الله د وعظونو، درسونو او فتواوو لپاره ورته رتلل. د هغه په خبرو کې ځانګړی تاثیر و. د علامه تهانوي رحمه الله د شخصیت یوه ځانګړې ځانګړنه دا وه چې هغه د شریعت او تصوف تر منځ د توازن پلوی وه. د ده په اند، حقیقي تصوف هغه دی چې د قرآن او سنتو تابع وي. تهانوي رحمه الله د هغو افکارو مخالفت کاوه چې خلک یې له شریعت څخه لرې کول. همدارنګه د ظاهري عبادتونو تر څنګ به یې د زړه اصلاح، اخلاص، تواضع، صبر او تقوا ته هم ډېره پاملرنه کوله. د علمي مقام له پلوه، نوموړی د حنفي فقهې له سترو امامانو څخه شمېرل کېږي. د فقهې په پیچلو مسئلو کې به یې داسې دلایل وړاندې کول چې د علماوو له خوا به ډېر ستایل کېدلو. د هغه فتاواوې تر نن ورځې پورې د اسلامي نړۍ په ګڼو مدرسو او دارالافتاوو کې د مراجعو په توګه کارول کېږي. د علامه تهانوي رح... علمي ژورتیا دومره پراخه وه چې د حدیث، تفسیر، عقیدې، اخلاقو او تصوف په برخو کې هم د استناد وړ شخصیت ګڼل کېږي. علامه تهانوي رحمه الله خپل ټول ژوند د قلم او کتاب خدمت ته وقف کړی و. او دا هم ویل کېږي چې د علامه تهانوي رحمه الله له زرو څخه زیات کتابونه، رسالې، لیکنې او فتاوې ولیکلې. دا یوه داسې ستره علمي پانګه ده چې د شلمې پېړۍ په علماوو کې یې بېلګه کمه لیدل کېږي. دده لیکنې د اسلامي علومو نږدې ټولې برخې رانغاړي. د تهانوي رحمه الله تر ټولو مشهور کتاب (بهشتي زيور) دی. دا کتاب په اصل کې د مسلمانو ښځو د دیني روزنې لپاره لیکل شوی وه، خو وروسته د ټولې کورنۍ لپاره یو مهم اسلامي لارښود وګرځېده. په دې کتاب کې د عقیدې، عباداتو، اخلاقو، کورني ژوند او ورځنیو اسلامي احکامو په اړه مفصل معلومات وړاندې شوي دي. بل مشهور اثر یې امداد الفتاوی دی. دا د هغه د فقهي فتاوو یوه لویه مجموعه ده چې په ګڼو ټوکونو کې چاپ شوې ده. ددې کتاب له لارې د تهانوي رحمه الله علمي ژورتیا او د فقهي استنباط ځواک ښه څرګندېږي. همدارنګه بيان القرآن د د تهانوي رح... له مشهورو اثارو څخه دی دې تفسیر د قرآن کریم د آیتونو ساده او علمي تشریح وړاندې کړی دی او د عامو خلکو او علماوو دواړو لپاره ګټور دی. علامه تهانوي رحمه الله یوازې لیکوال نه و، بلکې د زرګونو شاګردانو روزونکی هم و. د هغه له علمي حلقو څخه ګڼ شمېر علما را ووتل چې وروسته د اسلامي نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د علم او دعوت خدمت ته ودرېدل. د هغه مشهور شاګردان د هند، پاکستان، بنګله دېش، افغانستان د لرې لرې پرتو سیمو په مدرسو کې د علم د خپرېدو لامل وګرځیدل. د د تهانوي رح... د اخلاقو په اړه ویل کېږي چې ډېر متواضع انسان وه . که څه هم د خپل وخت له سترو علماوو څخه شمېرل کېده، خو هېڅکله یې ځان له نورو لوړ نه ګاڼه. د فقیرانو او عامو خلکو سره به یې په ډېر نرمۍ چلند کاوه. د شهرت او مقام پر ځای یې اخلاص ته ارزښت ورکاوه. د عبادت په برخه کې هم هغه د خلکو لپاره یوه بېلګه وه. د شپې به یې اوږده نفلونه کول، د قرآن کریم تلاوت به یې کاوه او د الله تعالی په ذکر به ډیری وخت بوخت وه. د ورځې به یې تدریس، لیکننې، فتواوې او د خلکو اصلاح ترسره کوله. د هغه ټول ژوند د علم او عمل تر منځ د یو ښکلي توازن مثال و. په سیاسي او ټولنیزو بدلونونو ډک شخصیت وه. هغه وخت کې، علامه تهانوي رحمه الله تل هڅه کوله چې مسلمانان د خپل دین سره وتړي. هغه به ویل چې د امت د عزت او بریا راز د قرآن او سنتو په پیروۍ کې دی. د همدې فکر له امله یې زرګونه کسان د دین لوري ته را وګرځول. په پای کې، د ۱۹۴۳ میلادي کال (۱۳۶۲ هجري قمري) په شاوخوا کې د نږدې اتیا کلونو په عمر وفات شو. د هغه وفات د اسلامي نړۍ لپاره یوه ستره ضایعه وه. د هغه جنازه د ګڼ شمېر علماوو، شاګردانو او مینه والو په ګډون ترسره شوه او په خپل پلرني ښار تهانه بهون کې خاورو ته وسپارل شو. نن ورځ، له وفات څخه تر اتیا کلونو زیات وخت تېر شوی، خو د حکیم الامت علامه اشرف علي تهانوي رحمه الله نوم لا هم د علم، فقاهت، تقوا، اصلاح او اخلاص له نومونو سره یو ځای یادېږي. د هغه کتابونه په زرګونو مدرسو کې تدریسېږي، د هغه فتاوې د علماوو له خوا کارول کېږي او د هغه اصلاحي فکر لا هم د میلیونونو مسلمانانو د ژوند د سمون لپاره الهام بښونکی ګڼل کېږي. د اسلامي تاریخ په زرینو پاڼو کې د هغه نوم د یوه داسې ستر عالم په توګه ثبت دی چې خپل ټول ژوند یې د الله تعالی د دین د خدمت، د امت د اصلاح او د علم د خپرولو لپاره وقف کړی و.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.9
13 ټولې رایې
5★
5
4★
5
3★
0
2★
3
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
اسلام
د عربو عیش او د فلسطین فریاد
دا کوم عکس چې تاسو وینئ دا دعربو د بې غیرتۍ غټه نمونه ده دا بوټونه عربو جوړ کړي دومره قیمت لري چې د فلسطنیانو لپاره کافي...
لیکوال بوکسر
103 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
اسلام
د فتوا په باره کې مختصر بحث ۱۶مه برخه (له دین سره د تصوف ارتباط)
له دین سره د تصوف ارتباط: حدیث شریف دی: کُلُّ بدعةٌ ضلالةٌ و کُلُّ ضلالةٌ فی النار. ترجمه: ټول بدعتونه ګمراهي ده او د...
پښتو ګهيځ
102 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
اسلام
دسټیکرانو کارول او اصلیت 👋
*_خبر دار!_* *د سټيڪرونو او ایموجي ڪارولو ڪې احتياط وڪړئ❗* مفتی عدیل رباني متخصص مرڪز اهل السنة والجماعة سرګودها په...
لیکوال بوکسر
158 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)