وخت د ۱۹۷۱ کال د نومبر ۲۴مه، د ماسپښین شاوخوا دوه بجې دي. د پورټلنډ هوايي ډګر ډېر ګڼه ګوڼه ده؛ د قهوې بوی، د لوډسپیکرونو غږونه او هغه مسافر چې هڅه کوي د شکرانې (Thanksgiving) له اختر مخکې کورونو ته ورسیږي. یو سړی تالار ته ننوځي. نه منډه وهي او نه هم ځنډ کوي. ګیټې (کاونټر) ته نږدې کیږي او د "نارټ ویسټ اورینټ" ۳۰۵ نمبر الوتنې ټکټ اخلي، چې له پورټلنډ څخه سیاتل ته ځي. دا یو لنډ سفر دی؛ له څلوېښتو دقیقو کم وخت نیسي. خپل نوم داسې لیکي: Dan Cooper. ټکټ یې یو طرفه دی. په ۱۴:۵۰ بجو الوتکه له ځمکې پورته کیږي. کوپر په وروستي کتار کې کیني، هغې دروازې ته نږدې چې د الوتکې په شا کې ده؛ هغه ځای چې مسافر معمولاً پکې ناسته نه خوښوي. څو دقیقې وروسته له هغې چې الوتکه پورته کیږي، یوه میلمستیا پالونکې (مهمانداره) ورته نږدې کیږي. هغه په خورا ارامه غږ وايي: «یو ویسکي، هیله کوم.» کله چې ګیلاس اخلي، ورسره یو کوچنی نوټ (کاغذ) هم ورکوي. مهمانداره ورته ګوري، موسکۍ کیږي او فکر کوي چې ګوندې د ټیلیفون شمېره به وي. خو کله چې غواړي ترې تېره شي، د هغه غږ اوري: «غوره ده چې بیا یې ولولې.» کاغذ خلاصوي. په ساده خط، پرته له رپېدو لیکل شوي: زه بم لرم. مهمانداره ودرېږي. کوپر خپل سر لږ ټیټوي او خپل لاسي بکس خلاصوي. دننه پکې تارونه او استوانې ښکاري. اصلي دي که جعلي؟ فرق نه کوي. هغه په ارامه، پرته له دې چې نېغ ورته وګوري، وايي: «زما تر څنګ کېښینه.» د پولیسو او FBI مداخله، پرته له دې چې کوپر وارخطا شي الوتکه د پلان له مخې په سیاتل کې ښکته کیږي. کوپر خپلې غوښتنې وړاندې کړي دي: • ۲۰۰ زره ډالره نغدې پیسې. • څلور پراشوټونه (چتر نجات). • د تېلو یو ټانکر چې چمتو ولاړ وي. خبر د کنټرول برج ته رسیږي. له هغه ځایه پولیسو ته، او څو دقیقې وروسته FBI میدان ته ننوځي. کوپر هیڅ بېړه نه لري. سګرټ څکوي. دویمه ویسکي څښي. حتی له مهماندارې سره د هوا د حالت په اړه خبرې کوي. پیسې چمتو کیږي؛ شل ډالري نوټونه چې سریال نمبرونه یې ثبت شوي دي. پراشوټونه راوړل کیږي. کوپر هر څه په دقت ګوري. پراشوټونه یو یو خلاصوي. یو یوې خواته ږدي او دوه نور له ځان سره ساتي. مسافر خوشې کیږي. هیڅ چا ته زیان نه رسیږي. کوپر په خپله ژمنه وفا وکړه. دویمه الوتنه؛ هغه ځای چې پریکړه شوې وه الوتکه بیا پورته کیږي. دا ځل د مکسیکو سیټي په لور، خو په "رینو" کې د تېلو اچولو لپاره له یوې وقفې سره. کوپر د الوتنې شرایط پخپله ټاکي: • ټیټه ارتفاع. • کم سرعت. • د کابین څراغونه مړه. هغه پوهیږي چې څه غواړي. د لارې په اوږدو کې عملې ته وايي چې د پیلوټ خونې ته لاړ شي او دروازه وتړي. هغه یوازې پاتې کیږي. باد یخ دی. الوتکه لړزیږي. د شا دروازه خلاصیږي. هیڅوک په دقیق ډول نه پوهیږي چې په کومه شېبه، خو د واشنګټن ایالت د ځنګلونو په سر، کوپر ورک کیږي. له هغه وروسته پیلوټ یوازې یو ټکان حس کوي. د خبرداري څراغ لګیږي. نور هیڅ نه. کله چې الوتکه ښکته کیږي، زینه خلاصه ده، خو کوپر نشته. FBI ځمکه لټوي؛ میاشتې میاشتې، کلونه کلونه. نه مړی پیدا شو، نه پراشوټ او نه هغه سړی. کلونه وروسته، یوازې څو زاړه او رژیدلي بانکنوټونه د سیند غاړې ته پیدا شول.
# اړوند پوسټونه
جالب
د Paa په نوم
د Paa په نوم یو هندي فلم کي د امیتاب بچن پروستیتیک مېک اپ هره ورځ شاوخوا ۳ یا ۴ ساعته وخت نیوئ تر څو په حقیقت کي داسي ښک...
ریس خادیم
18 لیدنې
14 Jun 2026
0.0
(0)
جالب
پر عکس کلیک وکړی بیا معلومات کتلای شي مختلف معلومات پر مختلفو عکسونو 🌹
📚 دا معلومات د هر ډول جالب معلومات 2 اپلېکېشن څخه اخیستل شوي دي.📲 د اپلېکېشن د ډاونلوډ لپاره لاندې د ټیلیګرام چینل لین...
ریس خادیم
64 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
جالب
د فيسبوک په مينه پام کوای
د فيسبوک په مينه پام کوای دغه واده شوی سړی ۹ ساعته سفر وکړ ترڅو له یوې ښځې سره وویني چې په فېسبوک یې ورسره خبرې کړې وې....
ریس خادیم
112 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)