کریله؛ که څه هم ترخه ده، خو د روغتیا لپاره یوه ګټوره ډالۍ:کریله یوه طبیعي سبزي ده چې د بدن د بېلابېلو سیستمونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي. د مناسب استعمال په صورت کې کولی شي د روغتیا په ساتنه کې ګټور رول ولوبوي. ګټې: د وینې د شکر کچه په کنټرول کې مرسته کوي د وینې په پاکوالي کې ونډه لري او د پوستکي ځینې ستونزې کموي د وزن په کمولو کې مرسته کوي، ځکه کالوري یې کمه او فایبر یې زیات دی هاضمه ښه کوي او د قبض په کمولو کې مرسته کوي د ځیګر د فعالیت ملاتړ کوي د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کويد جوړولو او استعمال طریقه: کریله ومینځئ او نری ټوټې یې کړئ، که ترخوالی کمول غواړئ لږ مالګه پرې وشیندئ او څو دقیقې یې پرېږدئ، بیا یې ووینځئ. وروسته یې له پیاز، رومي بانجانو او لږو مصالحو سره په تېلو کې پخه کړئ. دا خواړه د ورځې له خوړو سره کارولای شئ. ریس خادیم🌹
# اړوند پوسټونه
روغتیا
د حساسيت او نفس تنګي تشخیصي معاينات
حساسیت (الرجي) او نفس تنګي (Asthma) هغه عامې روغتیايي ستونزې دي چې د انسان د تنفسي سیستم پر فعالیت اغېز کوي. د دوامدار ټ...
پښتو ګهيځ
25 لیدنې
14 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
بار بار مو سر ګرځي؟ چکر درځي؟ نو پام وکړئ!
بار بار مو سر ګرځي؟ چکر درځي؟ نو پام وکړئ! د سر ګرځېدل (Vertigo) یوه عامه خو ځوروونکې ستونزه ده. ځینې وخت انسان داسې اح...
ریس خادیم
64 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
روغتیا
هایپوټالاموس (Hypothalamus) غده د بدن د توازن پټ ځواک
د انسان بدن د بېلابېلو هورمونونو په وسیله خپل عادي فعالیتونه تنظیموي. هورمونونه هغه کیمیاوي پیغام رسوونکي مواد دي چې د ځ...
پښتو ګهيځ
104 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)