👋 یو سړی یو ارواپوه ته لاړ او ورته یې وویل: زه تل په ژور خپګان کې یم، غم زما ژوند نیولی، مهرباني وکړه مرسته راسره وکړه.ډاکټر ورته یو څو درمل ورکړل. یوه اونۍ تېره شوه، سړی بېرته ډاکټر ته راغی او ویې ویل: دا درمل ما ته هیڅ ګټه نه ده کړې، زه لا هم په ژور خپګان کې یم.ډاکټر ورته نور درمل ورکړل. له دوو اونیو وروسته، سړی بېرته راغی او ورته ویې ویل: هیڅ شی نهدي بدل شوي، غم لا هم راباندې واکمن دی.ارواپوه حیران شو، لږ فکر یې وکړ او ویې ویل: په ښار کې یو نامتو ټوکیالی هره ورځ د خندا ننداره کوي. دا ټوکیالی دومره خندونکی دی؛ چې غمجن خلک لا هم په قهقهه شي. زه خپله هم د هغه نندارې ته تللی یم او لا هم خندېږم چې کله یې یادوم. یوه ټکټ واخله او نندارې ته یې لاړ شه؛ باور وکړه دومره به وخاندې چې خوله به دې درد وکړي.سړي ډاکټر ته وکتل، موسکی شو او ویې ویل: صیب، زه هماغه ټوکیالی یم. "فیلیټ اوغن"، هغه فرانسوی ټوکیالی چې میلیونونه خلک یې وخندول، خو په پای کې یې ځان وژنه وکړه.ک...🍁 رواشناسی ارواپوهنه #سهیل خوستی
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.5
15 ټولې رایې
5★
2
4★
7
3★
3
2★
3
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
ارواپوهنه
دخداى په امان! 😓
دخداى په امان! 😓 7مياشتې کېږي سرطان يم تراوسه مې نه غوښتل چې څوک پوه شې خو نن ځکه وايم چې نور مې دژوند پاڼې ژيړيږي. د...
ریس خادیم
74 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
ارواپوهنه
که خوشحاله ژوند غوړای🌹
که خوشاله ژوند غواړئی هېڅ شي څخه کرکه مه کوئ. هېڅکله ډېر تشویش مه کوئ. تل ساده او متواضع واوسئ. نورو ته بخښنه وکړئ....
لیکوال بوکسر
134 لیدنې
13 Jun 2026
0.0
(0)
ارواپوهنه
ارواپوهنه
کله چې احمق ځان هوښیار وبولي، پوه شه چې خطر نژدې دی! ریس خادیم 🍁
ریس خادیم
220 لیدنې
11 Jun 2026
0.0
(0)