په اوسني وخت کې فېسبوک د عاید ترلاسه کولو مهم پلیټفارم ګرځېدلی، خو په افغانستان کې د جغرافیایي محدودیتونو له امله د دې پروسې عملي کول یو څه ځانګړې لارې چارې غواړي. که څوک غواړي خپل فېسبوک اکاونټ یا پاڼه مونوټايز کړي، نو باید هم تخنیکي اړخونو ته پام وکړي او هم د محتوا کیفیت ته.۱. اصلي محتوا تر هر څه وړاندې، اصلي او اورېجنل کنټېنټ د مونوټايزېشن لپاره مهم شرط دی. فېسبوک هغه پاڼو ته عاید نه ورکوي چې د نورو ویډیوګانې کاپي کوي، له ټک ټاک، یوټیوب یا نورو سرچینو څخه مواد اخلي او له اجازې پرته يې خپروي. خپله ویډیو پخپله ثبت کړئ، خپل غږ، تحلیل او نظریات پکې وکاروئ او د نوې او ځانګړې زاویې څخه موضوعات وړاندې کړئ. که کنټېنټ مو اورېجنل نه وي، نو حتی که نور شرایط هم پوره کړئ، بیا هم مونوټايزېشن نه ترلاسه کوئ.۲. د VPN کارول ځکه چې افغانستان د فېسبوک د مونوټايزېشن له رسمي هېوادونو څخه نه دی، نو د موقعیت بدلول ضروري کېږي. وي پي اېن ستاسو انټرنېټي موقعیت بدلوي او فېسبوک ته داسې ښکاره کوي چې تاسو په بل هېواد کې یاست. (سرف شارک) ښه او ګټور وي پي این دی. ثابت او چټک وصلېږي. د بېلابېلو هېوادونو سرورونه لري. نسبتاً خوندي دی. د فېسبوک لپاره ښه کار کوي. د وي پي اېن د کارولو پر مهال تل له یوه ثابت هېواد سره وصل پاتې شئ (مثلاً امریکا یا اروپا). په مکرر ډول ځای مه بدلوئ.۳. د RDP کارول آر ډي پي هغه لاره ده چې تاسو ته اجازه درکوي د بل هېواد له کمپیوټر څخه کار وکړئ. یو آر ډي پي سرور له بهرني هېواد څخه واخلئ. له خپل کمپیوټر یا موبایل څخه ورته وصل شئ. خپل فېسبوک یوازې د همدې سرور له لارې مدیریت کړئ. له دې لارې به ستاسې موقعيت تبدیل شي.د بریالیتوب لپاره مهم ټکي دوامداره پوسټ کول، د لیدونکو سره تعامل، د ویډیو کیفیت لوړ ساتل، لنډې او جذابې ویډیوګانې جوړول او د کاپي کنټېنټ څخه ځان ساتلپه افغانستان کې د فېسبوک مونوټايزېشن که څه هم مستقیم نه دی، خو د اورېجنل کنټېنټ تولید، وي پي اېن (په ځانګړي ډول سرف شارک) کارول، او آر ډي پي څخه استفاده کولی شي دا پروسه اسانه کړي. تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د کیفیت لرونکې محتوا تولید ته لومړیتوب ورکړئ، ځکه اصلي بریا په همدې کې ده.د دې لارو چارو په تعقیب کولای شئ چې په افغانستان کې دنننه هم خپل اکاونټ مونوټایز او عاید ترې واخلئ.
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.7
7 ټولې رایې
5★
3
4★
2
3★
0
2★
1
1★
1
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
ساینس او ټیکنالوژې
فیسبوک نن تخنیکي ګډوډۍ سره مخ شوی او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د فېسبوک زرګونه کاروونکو خپلې ستونزې راپور کړي.
فیسبوک نن تخنیکي ګډوډۍ سره مخ شوی او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د فېسبوک زرګونه کاروونکو خپلې ستونزې راپور کړي. دوی ویل...
ریس خادیم
155 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
روباټ څنګه جوړ کړو؟ له فزیکي بڼې تر پروګرام کولو پورې
Robotics) د نننۍ ټیکنالوژۍ تر ټولو په زړه پورې او د پرمختګ په حال کې برخه ده. روباټ په اصل کې یو داسې ماشین دی چې د انسا...
شمس الرحمن
185 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)
ساینس او ټیکنالوژې
مصنوعي ځیرکتیا یا هوش مصنوعي (Artificial Intelligence)
ماشینونه: مصنوعي ځیرکتیا (AI) ماشینونو او کمپیوټرونو ته د انسان په څېر د فکر کولو، تحلیل کولو او زده کړې وړتیا ورکوي.ورځ...
شمس الرحمن
188 لیدنې
12 Jun 2026
0.0
(0)