په دې وروستیو کې د ځینو احساساتي، مالومات نۀ لرونکو او تېروتو ځوانانو ترمنځ بحثونه کېږي، چې ته افغان یې او زۀ نۀ یم، احمد افغان دی او محمود نۀ دی، د دوی له ډلې څوک پر افغانیت ویاړ کوي او څوک ترې انکار کوي، راځئ! حقیقت ته یؤ ځغلنده کتنه وکړو.په افغانستان کې ټول مېشت خلک چې د افغانستان تابعیت ولري، «افغانان» بلل کېږي، که هغه د هر قوم، ژبې، نژاد او توکم لرونکی وي. په دې اړه په اساسي قانون کې یادؤنه شوې ده، چې دلته یې راوړل اړین بولم. د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راځي: «د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبیک، تركمن، بلوڅ، پشه يي، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دى.» بیا زیاتوي: «د افغان كلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق كېږي.»ځینې په دې اند دي چې دغه کلمه د لوی امپراتور احمدشاه ابدالي بابا د امپراتوري په پېر کې جوړه شوه، خو د ارواښاد علامه حبیبي صاحب د څېړنو په لړ کې د دې کلمې قدامت ډېر لرغونی ښودل شوی دی، ویکېپیډیا لیکي: «عبدالحی حبیبي د خلکو او عامه ذهنيتونو د روښانولو په خاطر او د هغوی د سمې لارښوونې لپاره او همدارنګه د شک و تردید د ورکولو په خاطر د «افغان» کلمه ښه را څپړلې او ویلي یې دي چې د «افغان» کلمه (يؤ زر او اووه سوه ۱۷۰۰) کاله لرغونتوب د تاریخي اسنادو، شواهدو، او لاسوندونو په رڼا کې لري او ملي اصالت لري.»نو پایله دا چې «افغانیت» د هر هاغه چا ملي هویت دی چې د افغانستان تبعه دی/دي، دوی چې هر چېرته ځي د «افغان» په نوم پېژندل کېږي. مطلب دا چې په افغانستان کې ډېر قومونه مېشت دي، چې پورته یې یادؤنه شوې ده، د دوی ټولو قوم جلا ـ جلا دی، مګر ملت یې یؤ «افغان» دی او همدارنګه هر پښتون افغان دی، خو هر افغان پښتون نۀ دی، افغانیت یوازې پښتنو پورې محدود نۀ دی، دغه کلمه د ټولو افغانانو لپاره اطلاقېږي. درناوی!
# اړوند پوسټونه
پښتو ادب
computer کمپيوټر
کمپيوټر يو برېښنايي ماشين دی،چې د انسانانو بې شمېره ستونزې يې حل کړي. کمپيوټر د لومړي ځل لپاره په «1942» کال د امريکايي...
احسان الله افغان
16 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
ليک نښې
په هره ژبه کې د ليکنې د سموالي او ښه والي لپاره ځينې نښې نښانې شته چې په هره ليکنه کې يې مراعاتول ضروري دي.بې له دغو نښو...
احسان الله افغان
23 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)
پښتو ادب
د وطن ترانه
دا وطن ودان وطن دا د لوی افغان وطن دا پر موږه ګران وطن خاوره د غير...
احسان الله افغان
21 لیدنې
11 Oct 2026
0.0
(0)