oiuytrew
ریس خادیم

(دې ته وايي کيسه)

276 لیدنې 16 رایې
3.8 (16)
ریس خادیم
ریس خادیم 27 Aug 2026

(دې ته وايي کيسه)د نيويارک ښار کې غله بانک ته ننوتل غږ يې وکړ ټول خپلو ځايونو کې څملئ پيسې د دولت دی او ژوند ستاسې خپل، ټولو ومنله او څملاستل. (دې ته وايي اغيزمنول)کله چې غلا تمامه شوه تر ټولو کشر غل مشر غل ته وويل: ريسه پيسې به وشميرو! مشر غل وويل: احمقه پيسې ډيرې دي اړتيا نشته بيګا يې خبرونو کې مجموعه اعلانوي. (دې ته وايي تجربه)وروسته له هغه چې غله ووتل د بانک مشر خپل مدير ته وويل: ژر شه پوليسو ته ټيلفون وکړۀ. مدير وويل: صبر وکړه صيبه چې يو ۱۰ ميليونه ډالره خو جګ کړو، او خپلو ۷۰ ميليونو سره چې مخکې مو اختلاس کړی کيږدو. (دې ته وايي د اوبو مسير سره همغږی لمبا)يو ورځ وروسته خبري سرويس کې اعلان وشو چې له بانک څخه سل ميليونه ډالر غلا شوي، غلو تعجب وکړ چې سل ميليونه؟ پداسې حال کې چې دوې شل ميليونه غلا کړي وو.غلو وويل مونږ شلو ميليونو ته خپل ژوند خطر کې اچولی خو بانک مدير اتياه ميليونه داسې خپل کړ پرتغ لدې چې جامې يې خيرنې شي. (دی ته وايي علم د‌ سرو زرو ښه دی)د بانک مدير وويل کاش هره مياشت کې داسې يو غلا وشي، نوموړي دې غلا سره خپل د ونډو بازار (بورس بازار کې خپل ټول تاوانونه پټ کړل. ( دې ته وايي سو استفاده، ريښتيا چې وايي غټ غله په لوړو مقامونو کې وي)

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.8
3.8 (16)

16 ټولې رایې

5★
6
4★
2
3★
6
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan