oiuytrew
ریس خادیم

«معیوب» او «معلول» ترمنځ توپیر!

258 لیدنې 15 رایې
3.6 (15)
ریس خادیم
ریس خادیم 07 Aug 2026

«معیوب» او «معلول» ترمنځ توپیر! د دوی ترمنځ په توپیر پوهېدئ!؟د یؤ شمېر لوستو وګړو په لیکنو او ویناوو کې لولم او اورم چې دغه دوې کلمې د یؤ او بل پر ځای کاروي؛ په داسې حال کې چې د دغو دوو کلمو ترمنځ لوی مانیز او جولیز توپیر شته دی. راځئ! چې په دې لیکنه کې یې توپیر تشریح کړو.معیوب عربي کلمه ده چې د «عیب» له کلمې څخه اخیستل شوې ده او هغه چاته ویل کېږي چې له پیدایښته (طبیعي ډؤل) یې د بدن کوم غړی، لکه: سترګه، لاس، پښه، غوږ او ... ناقص یا نیمګړی وي. معلول معلول هم عربي کلمه ده چې له «علت» کلمې څخه اخیستل شوې ده او هغه چاته ویل کېږي چي د یوې پيښې له امله ورته فزیکي زیان رسېدلی وي، لکه: ترافیکي پېښو، طبیعي پیښو ( سېلاب، زلزله، غر ښویېدنه او...) د درملو کارولو له امله، د شخړو او جګړو له امله یې د خپل بدن کوم غړی/ غړي، لکه: سترګه، لاس، پښه، غوږ او... له لاسه ورکړې وي.پورتني توپیر ته په کتو پکار ده، چې هره کلمه پر خپل ځای سمه ورکارول شي، ترڅو خپل مفهوم په ښه جولې ارایه کړي.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (15)

15 ټولې رایې

5★
5
4★
3
3★
3
2★
4
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan