oiuytrew
خان ولي احمدي

آیا آسلام او ایمان یو دی؟🤔🤔

48 لیدنې 4 رایې
3.8 (4)

#اســــــــــــلام څه دی؟!🌹دولسمه برخه 🌹آیا اسلام او ايمان يو دی ؟ (1) 🌴 ځـــواب : د قرآنکريم د آیاتو مطابق ؛ کله اسلام بغیر له ایمان څخه او کله له ایمان سره یو دی . توضیح : که د الله تعالی دکتاب آیاتونو ته وګورو وینو چې که له اسلام څخه موخه هغه څه وی چې د (بنی اسد ) اعرابو اظهار کړ (ظاهری اقرار ) په دې صورت کې اسلام له ایمان سره توپیر لری «قالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ» الحجرات 16 ژباړه :دغه بانډچيان (صحرايي عرب) وايي چي موږ ايمان راوړ. دوى ته ووايه: "تاسي ايمان ندى راوړى، بلکي داسي وواياست چي موږ اطاعت كوونكي شوو.ايمان لا تر اوسه ستاسي په زړونو کښي داخل شوى ندئ. خو که منظور له اسلام نه هغه څه وی چې په لاندې آیاتونو کې راغلی دی ؛ داسلام او ایمان ترمنځ توپیر نشته :«بلى‏ مَنْ أَسْلَمَ وَجْهَهُ لِلَّهِ وَ هُوَ مُحْسِنٌ فَلَهُ أَجْرُهُ عِنْدَ رَبِّهِ وَ لا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَ لا هُمْ يَحْزَنُون‏» بقرة : 112ژباړه : په اصل کښي نه ستاسي څه ځانګړيتوب دى او نه د بل چا. حقه خبره دا ده، هر څوك چي خپل ځان د خداى اطاعت ته وقف کړي او په عملي توګه ښه چلن غوره کړي، د هغه لپاره د هغه د رب په وړاندي اجر شته او پر داسي خلكو څه وېره او کړاو نشته. «ربَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ»  بقرة ـ 128 ژباړه : اې ربه! موږ دواړه تا ته غاړه ايښودونكي وګرځوه، زموږ له ځوځات څخه يو داسي قوم پيدا کړه چي تا ته غاړه ايښودونكى وي، موږ ته د خپل عبادت لاري، ليكي را زده کړه او زموږ توبه قبوله کړه، ته لوى توبه قبلوونكى او رحم كوونكى یې؛ «أنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَ مِنَّا الْقاسِطُونَ فَمَنْ أَسْلَمَ فَأُولئِكَ تَحَرَّوْا رَشَدا» الجن : 14 او دا چي: زموږ څخه ځیني مسلمان(د الله امر منونكي) دي او ځیني له حق څخه مخ اړونکي دي، نو چا چي اسلام غوره کړ، هغوی د ژغورني لاره ولټوله.♥تبیان الایمان❤️

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.8
3.8 (4)

4 ټولې رایې

5★
2
4★
0
3★
1
2★
1
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan