۱. که ستا عاید د شتمنو خلکو په څېر نه وي، لګښت دې هم د هغوی په څېر مه کوه بېځایه مصرف د فقر سبب کیږی. لومړی عاید لوړ کړه، بیا لګښت وکړه، له بی ځایه ځان ښوودنی نه ځان وساته.۲. پیسې وساته، خو هسې یی ساتل هیڅ معنا نه لری... سپما ښه ده، خو که پرې پانګونه وه نه کړی، ارزښت به یې له لاسه ورکړې. پیسې دې باید کار درته وکړي، نه چې زېرمه پاتې شي.۳. په یوه عاید تکيه مه کوه یوه وظیفه یوه شپه کې له منځه تللی شي.شتمن خلک له څو برخو نه عایداتي سرچینی لري.۴. زده کړه چې پیسې ستا لپاره کار وکړي غریب خلک د پیسو لپاره کار کوي. شتمن خلک پیسې په کار اچوي. پانګونه او تجارت د مالي ازادۍ کلیانی دي.۵. داسې پور مه اخله چې تا بېوزله کړي پور دې باید شتمني جوړه کړي، نه چې تا تباه کړي. د موټرو، رخصتیو، یا لوکسو شیانو لپاره پور اخستل تا غریب ساتي.۶. ستا چاپېریال ستا مالداري ټاکي له هغو خلکو سره اوسه چې هدفونه لري. شتمن خلک د فرصتونو خبرې کوي، نه د خلکو غیبت.۷. په پیسو پسې مه ګرځه، په ارزښت پسې وګرځه پیسې په ارزښت پسې راځي. هر څومره چې خلکو ته حل لارې پیدا کړې، هغومره به عاید لرې.۸. زر پانګونه پیل کړه، او دوام ورکړه که نن پیل وکړې، سبا شتمن کېدلی شې.۹. د خرڅلاو هنر زده کړه. خرڅلاو زده کړه، تر څو عاید دې محدود نه وي.۱۰. پر حکومت تکیه مه کوه حکومتي مرستې تلپاتې نه وي. شتمن خلک خپله مالي امنیت جوړوي.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
215 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
274 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
اقتصاد
APL
د نړۍوالې کچې توپوهنې، زورورو شاټونو او نه هېرېدونکو شېبو لپاره چمتو اوسئ! 🌟 د انګلستان پیاوړی لوبغاړی، ډېوېډ ملان،...
محمدادریس ګهیځ
142 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)