افلاطون او د غار تمثیلي کیسه :یوه وخت... په یوه تیاره، ژور غار کي یو څو انسانان له ماشومتوبه بنديان ول. دوی داسي تړل سوي وو چي یوازي د غار یوه دیوال ته یې کتلای سوای. د دوی لاسونه، پښې، او غاړي په ځنځیرو کلک تړل سوي وه. شاته یې نسوای کتلای، نه خوځېدلای سوا او نه ګرځېدلای سوای.د دوی لپاره هغه دیوال — هماغه د سیورو ډک دیوال — ټوله نړۍ وه.د غار تر شا یو اور بل وو. د دې اور و مخ ته به یو شمېر خلک بېلابېل څیزونه لکه مجسمې، د حیواناتو بڼي، د ونو څخه د څیزونو جوړول، او نور شیان لېږدول. دا څیزونو به د اور په رڼا کي د غار پر دیواله سیوری اچاوه. هغو بندیانو یوازي همدا سیوری لیدلای سوای — او د دوی لپاره همدا سیوری حقیقت وو، ځکه دوی هیڅکله نور څه نه وه لیدلي.یوه ورځ، له دوی څخه یو بندي په یوه ډول ازاد سو. په لومړي سر کي یې سترګي رڼا ور سوځولې. د بدن حرکت ورته نابلده او دردناکه و. ده ته دا هر څه عجیب ښکارېدل.خو ورو ورو یې شاته وکتل... اور یې ولید، او هغه ریښتیني څیزونه یې ولیدل چي سیوری یې اچولی وو.ازاد سوی بندي له غاره ووته. له هغه سیوریز ژوند څخه لیري ولاړ.د لمر روښانه رڼا یې سترګي وځلولې، خو ورو ورو یې لیدل زده کړل. ده غرونه، وني، ژوي، سیندونه، اسمان، او انسانان ولیدل.ده پوهه وموندله. دی پوه یو چي په غار کي چي یې څه لیدل، هغه یوازي سیوري ول، نه حقیقت.دی بېرته غار ته راستون سو. د خپلو پخوانیو ملګرو و مخ ته ودرید او ورته ویې ویل:"هغه څه چي تاسو یې وینئ، حقیقت نه دي د باندي یوه بله نړۍ ده، ډېره روښانه، ژوره او ریښتینې!"خو بندیانو پرې وخندل. هغوی یې خبري درواغ ګڼلې، او ځیني خو بیخي ورباندي په قهر سول."که ته موږ له دې زولنو څخه خلاص کړې، موږ به تا ووژنو!"ده بیا هم هڅه کوله، او روڼتیا یې شریکوله... خو بلاخره، هغوی دی ټینګ کړ او دومره یې وواهه چي مړ سو.د افلاطون پیغام!افلاطون وایي: دا یو تمثیل دی — خو ډېره ژوره او ریښتینې مانا لري:تمثیلي شی ماناغار زموږ ناپوهي، بند ذهن سیوری زموږ تقلیدي، محدود او ظاهري باورونه اور د دوکو سرچینه، غلط تصورونه ازاد سوی کس پیغمبر، مفکر، فیلسوف، د باندي نړۍ حقیقت، علم، پوهه لمر حق، رڼا، حکمت، الهي علم د نورو بیدارول رسالت، قرباني، د حق پیغام رسولموږ ډېری د غار بندیان یو ، موږ هغه څه حقیقت ګڼو، چي راښودل سوي نه هغه چي رښتیا وي. خو که فکر وکړو، سوال وکړو، مطالعه وکړو کولای سو له دې غاره ووزو.دا سفر اسانه نه دی ، خو دا یوازینۍ لاره ده، چي انسان له سیوري څخه رڼا ته، له تقلید څخه حقیقت ته، له بند ذهن څخه ازادۍ ته ولاړ سي.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
204 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
264 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
424 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)