oiuytrew
ریس خادیم

الوتنه

236 لیدنې 9 رایې
3.6 (9)
ریس خادیم
ریس خادیم 09 Aug 2026

الوتنه :یوه پاچا ته دوه بازان ډالۍ شول. هغه د د دربار د مرغانو پالونکي ته وسپارل، ترڅو یې د ښکار لپاره ښه وروزي. میاشت وروسته چې باچا د نویو بازانو پوښتنه وکړه، روزونکي ورته وویل، چې: یو یې ښه روزل شوی او ښکار ته چمتو دی؛ مګر دویم یې له هماغه لومړۍ ورځې د باغ د یوې ونې په څانګه ناست دی، یوې خواته هم نه ځي. پاچا د دربار له ټولو ماهرو ښکاریانو او باز پېژندونکیو سره خبره شریکه کړه، چې لامل او حل پیدا کړي. هر چا د باز الوزولو لپاره هڅه کوله، خو نتېجه یې ور نه کړه. باچا وویل: که دا باز هر چا والوزاوه، ښه جایزه به واخلي. سبا ته باچا په حیرانۍ سره کتل، چې باز په هوا کې وزرونه رپوي. باچا پوښتنه کړه، چې دا معجزه چا کړې ده؟ د دربار یو عاجز باغوان ور وښودل شو. بیا پاچا لامل ترې وپوښت، چې د باز په الوزولو دې څه چل وکړ؟ باغوان موسک شو او و یې ویل: – دا کار ډېر ساده و! – ما هغه څانګه پرې کړه، چې باز پرې ناست و، له دې سره باز پوه شو چې وزرونه لري، نو والوت. ___________________________________درس: ځینې وخت، د الوتو او پورته کېدو لپاره باید لاندې څانګې پرې شي. • ته څومره پر خپلو عادتونو، آرامتیا، یا «محفوظه سیمه» تکیه کوې؟ • ته پخپل ځواک او وړتیا خبر یې؟ • خطر منلای شې؟ حرکت کولای شې؟ که یوازي په یوه څانګه ناست خوښ یې؟ که له خپل ځایه پورته شوې، نو الوتنه به دې پیل شي. پوه شوې.!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (9)

9 ټولې رایې

5★
2
4★
3
3★
2
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan