امام شامل چاته چې یې د قفقاز زمری وایي، د چیچنیا صدر تېر شوی، نوموړی په چیچنیا کې د روس د امپراطوری او قیصر خلاف جنګېده، شامل رحمه الله که له یوه طرفه د لښکر او هیواد سالار ؤ له بل اړخه د هغه وخت د تصوف، نقشبندیه طریقې ستر امام هم ؤ. وایي چې یوه ورځ کور ته راغی بوډۍ مور ترېنه پوښتنه وکړه: - پلانکی پلانکی تا سره بندیان دي؟ - هو مورې! - زه سفارش کوم، چې هغوی خوشې کړه. شامل رحمه الله بهر راووت، وزیران، قاضیان او ستر ستر علما یې راجمعه کړل ورته یې وویل: که یو څوک د غلط انسان سفارش وکړي د هغه سزا څه ده؟ علماؤ جواب ورکړ، هغه باید دومره دُرې ووهل شي. دا چې مور یې کمزوری او مریضه وه، نو بیا یې وویل: که هغه انسان د دُرو زور ونه لري نو څه ورسره باید وشي؟ - د هغه کوم نږدې خپلوان دې ووهل شي. - ښه نو زما مور مریضه ده او زما مور د مجرمانو سفارش کړی، ملا یې لوڅه کړه ویل زما د مور پرځای ما ووهئ.شامل رحمه الله په چیچنیا کې د نبي علیه السلام دین کاملاً نافذ کړی ؤ، له "1834" نه تر "1864" پورې د هغه ځای حاکم پاتې شوی ؤ. په کال "1797" کې د "غیمري، داغستان" کې پیدا شوی ؤ او په کال "1871" کې په مدینة المنوره، چې هغه وخت د عثماني خلافت یو ایالت ؤ وفات شو. رحمه الله
# اړوند پوسټونه
شعرونه
ګيله....
چې د یو بل پښې وهي، ځان تر منزل رسوي څه به له داسې پښتنو سړی پښتو زده کړي؟ د بل چا شعر په خپل نوم خپرول هم ادبي غلا ده....
حنفي کوچی
120 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)