oiuytrew
ریس خادیم

امریکایی عسکره دریمه برخه (3)

219 لیدنې 10 رایې
4.2 (10)
ریس خادیم
ریس خادیم 30 Jun 2026

امریکایی عسکره دریمه برخه (3) ناڅاپه، یو زورور غږ شو... لکه چې ځمکه ولړزېده. زما غوږونو کې زنګ ووهل شروع شو او شېبه وروسته هر څه ګډوډ شول. خلک په چیغو شول، ځینې وتښتېدل، او  ځینو ځانونه واچول عسکرو ژر خپل ځایونه ونیول. او ډزې یی وکړې. زما زړه په ډېر زور درزېده. ما د کیوي خواته وکتل، هغې په جدي غږ وویل: “ارام اوسه! زموږ تر شا پاتې شه!” ما بې له ځنډه د هغې خبره ومنله، خو ذهن مې لا هم د هغه چا سره و چې څو شېبې مخکې یې راسره خبرې کولې. دوړې هوا ته پورته شوې وې. هېڅوک سم نه ښکارېدل. یوازې د خلکو چیغې او د عسکرو د قوماندې غږونه اورېدل کېدل. زه نه پوهېدم چې څه پېښ شوي، خو دا یقیني وه چې حالت نور عادي نه و. یو عسکر راغی او په بیړه یې وویل چې باید ژر له سیمې ووځو. ما هڅه کوله چې د خلکو وروستۍ حال معلوم کړم، خو حالت دومره خراب و چې نور هېڅ شی کنټرول کې نه و. موږ په بیړه موټر ته وخوتو. کله چې موټر حرکت وکړ، ما شاته وکتل. هغه سیمه چې څو شېبې مخکې له خلکو ډکه وه، اوس په دوړو او وېرې کې ډوبه وه. په لاره کې هېچا خبرې نه کولې. یوازې د موټرو غږونه  و او زموږ درنې ساهګانې. کیوي زما خواته وکتل او ورو یې وویل: “ته ښه یې؟” ما سر وخوځاوه، خو په زړه کې مې یو بل احساس پیدا شوی و. ځکه ما یو عسکر ولید چې د خلکو منځته یی څه شی خطا کړ او وروسته چاودنه وشوه. دا یوازې د کار پیل نه و، دا د خطرونو، نامعلومو حالاتو، او سختو ازموینو لړۍ وه. هغه ورځ مې هېره نه شوه. زه پوه شوم چې دا وظیفه یوازې ترجماني نه ده... دا د ژوند او مرګ تر منځ یو نری کرښه ده. نور بیا...

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.2
4.2 (10)

10 ټولې رایې

5★
5
4★
2
3★
3
2★
0
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan