ژوند کې مې تل هڅه کړې چې له خلکو سره ښې اړیکې جوړې کړم، خو هېڅکله مې د چاپلوسۍ لاره نه ده غوره کړې. له هر چا سره به مې په موسکا، درناوي او ښه چلند خبرې کولې، خو له بده مرغه ځینو کسانو زما د ښه نیت او انسانیت ناسمه ګټه پورته کړه. ځینو به ځان تر نورو لوړ ګاڼه او داسې چلند به یې کاوه، لکه د نورو درناوی چې ارزښت ونه لري.د همدې تجربو له امله دې پایلې ته رسېدلی یم چې انسان باید تر هر څه وړاندې پر خپل ځان کار وکړي او د خپل ځان تر ټولو ښه ملګری واوسي. خو دا هم مهمه ده چې د ځان ساتنه د غرور مانا نه لري. انسان باید د خپل عزت او ارزښت خیال وساتي، خو په عین وخت کې خپل انسانیت او عاجزي هم له لاسه ور نه کړي.ژوند راته وښوده چې ښه چلند، ښه اخلاق او پاک نیت ارزښت لري، خو له هغو سره باید ځان پېژندنه، متوازن چلند او د خپلو حدودو ساتنه هم مل وي. همدا توازن انسان ته شخصیت او ریښتینی درناوی وربخښي.#bilalahmadzai #ځان #ارزښت #عاجزي #انسانيت
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
3.1
15 ټولې رایې
5★
3
4★
2
3★
3
2★
7
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
10 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
شعرونه
ګيله....
چې د یو بل پښې وهي، ځان تر منزل رسوي څه به له داسې پښتنو سړی پښتو زده کړي؟ د بل چا شعر په خپل نوم خپرول هم ادبي غلا ده....
حنفي کوچی
249 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
527 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)