د سینما په تاریخ کې تر ټولو مشهور کومیډي چارلي چاپلېن وایي : کله چې ماشوم وم، له خپل پلار سره د سرکس لیدو ته لاړم، د ټکټ لپاره په اوږده لیکه کې ودرېدم، زموږ مخې ته یوه مېرمن او خاوند له شپږو بچو سره ولاړ وو. د بېوزلۍ او غریبۍ اثار پرې ښکارېدل، زړې جامې یې پر تن وې، خو پاکې وې.ماشومان یې ډېر زیات خوشاله وو، د سرکس په اړه یې خبرې کولې، د دوی نوبت چې راورسیده، پلار یې د ټکټ کړکۍ ته نیږدې شو، د ټکټوتو د نرخ پوښتنه یې وکړه، کله چی یې نرخ ورته ووایهٔ وارخطا شو، خپلې مېرمن ته یې غلي څه وویل!پلار مې له جیب نه شل ډالر راوویستل، په ځمکه یې وغورځول، بیا پسې ورټیټ شو، راوایې خیستل، د سړي په اوږه یې لاس کېښود، بیا یې ورته وویل: پیسې دې وغورځېدې! سړي مې پلار ته وکتل، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې، ورته یې وویل: مشره مننه!کله چې دوی ننوتل، پلار مې له لاس نه راکش کړم، له قطار نه راووتو، پلار مې له هم دغه شلو ډالرو پرته نورې پیسې نه لرلې!له همدغې ورځې راهیسې مې په پلار ویاړم، دا مې په ژوند کې تر ټولو خوږه ننداره وه، تر هغه سرکس هم خوږه وه چې ومې نه لیدهٔ!زهٔ تل په دې باوري یم چې په عملي توګه تربیه له تیورۍ نه غوره ده.#چارلي_چاپلېن #سرکس #ټکټ #پیسي #فدا_کاري
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
10 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
شعرونه
ګيله....
چې د یو بل پښې وهي، ځان تر منزل رسوي څه به له داسې پښتنو سړی پښتو زده کړي؟ د بل چا شعر په خپل نوم خپرول هم ادبي غلا ده....
حنفي کوچی
249 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
527 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)