oiuytrew
ریس خادیم

او د لارې په غاړه

222 لیدنې 11 رایې
3.5 (11)
ریس خادیم
ریس خادیم 21 Aug 2026

او د لارې په غاړه د ناست سوالګر مخې ته په ايښې تخته باندې ليکلي وه، (زه ړوند يم له ماسره مرسته وکړٸ) يو ځوان چې غرمه مهال په لاره تيرېده، د تختې څنګه ته ايښې خولۍ ته يې وکتل پام يې شو، چې له نابينا سوالګر سره هيچا مرسته نه ده کړې، ځوان د تختې په شا باندې بل څه وليکل، او همدا د تختې شاتنۍ خوا يې رامخې ته کړه، او لاړه، مازديګر چې ځوان راستنېده د نابينا مخې ته په ايښې خولۍ کې يې ډېرې پيسې وليدې، نابينا له آوازه وپېژنده، او پوښتنه يې ترې وکړه، تا په تخته باندې څه وليکل چې معجزه وشوه، او هر څوک پيسې راکوي؟ ځوان ورته وويل: (ما ليکلي دي چې پسرلى دى خو زه يې نه وينم) نابينا لا د دې جملې په اړه فکر کوه، چې ځوان زياته کړه، چې په ژوند کې هر برکت په تغير کې ده، که هر وخت پوه شوې چې روزګار دې په ټپه ولاړ دى، لاره بدله کړه، يو څه تغير راوله، چارې به خامخا سمې شي.

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.5
3.5 (11)

11 ټولې رایې

5★
3
4★
2
3★
3
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan