oiuytrew
ریس خادیم

بارک.اوباما

197 لیدنې 15 رایې
3.4 (15)
ریس خادیم
ریس خادیم 06 Aug 2026

یوه ورځ بارک اوباما د یوې انګریزي خبرپاڼې د کمرې ښکار شو. له ده څخه هغه مهال انځور واخیستل شو، کله چې بارک اوباما د انګلستان په یوه جلسه کې ناست او پښې یې پر میز ایښې وې. په سبا یې د بارک اوباما انځور د ده د سپکاوي په موخه د همغې انګریزي ورځپاڼې په لومړي مخ چاپ کړ، خو ډېری لوستونکو د ورځپاڼې دفتر ته لیکونه راواستول او اوباما يې پکې ستایلی وو. د ورځپاڼې عمومي مدیر برعکس ډېر خپه او غوسه شو، ځکه د دوی توقع دا وه چې اوباما ته باید سپکاوی وشي، مګر کله چې یې انځور ته په ځیرتیا سره وکتل ویې لیدل چې د اوباما د بوټانو تلي سوري سوري دي او خلکو هم دی د همدې کار په موخه ستایلی وو، ځکه د یوه ستر اقتصادي هېواد ولسمشر او داسې زاړه بوټان په پښو کول د ستاینې وړ وو. په بله ورځ خبریال د اوباما دفتر ته ورغی او له هغه يې بښنه وغوښتنه، مګر اوباما ورته ویل چې د څه په خاطر؟ خبریال ځواب ورکړ، ما غوښتل تاسې په خپله ټولنه او نړۍ کې سپک کړم، چې ولې مو په میز پښې ایښي دي، مګر برعکس خلکو ستاسې ستاینه وکړه. اوباما وخندل ویې ویل، څوک چې ورځپاڼې لولي د لوی فکر خاوندان وي او هرڅه په ځیرکتیا سره ګوري، بیا یې وخندل: تر همدې شیبې نپوهیدم چې، زما بوټان دومره زاړه شوي، ځکه زه هیڅکله د خپلو بوټانو په اړه فکر نشم کولی، زما موخې ډېرې لوړې او لويې دي او د هغې لپاره خپل قدمونه پورته کوم، زه د یوه داسې قوم څخه یم چې د خپل توروالي له امله تل رټل شوي، بندیان شوي. زه د هغوې د افکارو په اړه فکر کوم چې څنګه یې بدل کړم، نه د رنګ په اړه، ممکن وکولی شم هره ورځ نوي بوټان واخلم، مګر چې د راتلونکي لپاره مې قدمونه نوي نه وي، څه مانا به ولري؟

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.4
3.4 (15)

15 ټولې رایې

5★
3
4★
5
3★
2
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan