بار بار مو سر ګرځي؟ چکر درځي؟ نو پام وکړئ!د سر ګرځېدل (Vertigo) یوه عامه خو ځوروونکې ستونزه ده. ځینې وخت انسان داسې احساس کوي لکه شاوخوا شیان تاوېږي یا ځمکه یې له پښو لاندې خوځېږي. دا حالت د ورځني ژوند، کار او ذهني آرامۍ پر کیفیت ناوړه اغېزه کولی شي.د سر ګرځېدو عام لاملونه:• د غوږ د داخلي برخې ستونزې یا د توازن د سیستم خرابوالی • د دماغو او اعصابو کمزوري • د سترګو کمزوري یا د لید ستونزې • د وینې لوړ فشار یا د فشار ناڅاپي بدلون • له ناروغۍ وروسته بدني کمزوري • د وینې کمښت (انیمیا) • ذهني فشار، بې خوبي او ستړیا • بدني کمزوري او غذایي نیمګړتیاوېکه د سر ګرځېدو ترڅنګ د خبرو ستونزه، د بدن د کومې برخې کمزوري، سخت سر درد یا بې هوشي هم لرئ، نو ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړئ.یو ساده کورنی نسخههوالشافي• د بادامو مغز (پوستکی لرې شوی) – ۵۰ ګرامه • ګلوکوز – ۵۰ ګرامه • شنه الایچي – ۵ ګرامهټول مواد ښه میده کړئ او په پاک لوښي کې یې وساتئ.د استعمال طریقه:د اړتیا پر وخت ۲ د خوړو کاشوغې ورو ورو وژوئ او وخورئ.که دوامداره کمزوري لرئ، نو ۱ د خوړو کاشوغه په ورځ کې ۳ ځله استعمال کړئ.ګټې:✔ د دماغو ځواک زیاتوي ✔ اعصاب پیاوړي کوي ✔ د بدني کمزورۍ په کمولو کې مرسته کوي ✔ ستړیا او بې حالۍ راکموي ✔ د سر ګرځېدو او د کمزورۍ احساس په کمولو کې مرسته کويمهمه مشوره:کافي اوبه وڅښئ، پوره خوب وکړئ، له ناڅاپي پورته کېدو یا ټیټېدو څخه ډډه وکړئ او متوازنه غذا وخورئ. ډېری وخت همدا ساده احتیاطي تدابیر د سر ګرځېدو ستونزه راکموي.ایا تاسو یا ستاسو کوم خپلوان د سر ګرځېدو له ستونزې سره مخ یاست؟ خپله تجربه او نظر په تبصرو کې شریک کړئ. ریس خادیم🌹
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
15 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
530 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
533 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)