oiuytrew
ریس خادیم

باغوان او پادشاه

176 لیدنې 14 رایې
4.1 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 27 Aug 2026

باغوان او پادشاه :یو باچا په خپل باغ کې قدم وهلو، چې ناڅاپه ستړی او ناراض باغوان ورته راغی او ویې ویل: بادشاهه! ستا د وزیر او زما ترمنځ څه توپیر دی؟ زه باید دومره سخت کار وکړم، خوله توی کړم، خو هغه له ما ډیر د نعمتونو په منځ کې ژوند کوي او له ژوند نه خوند اخلي.باچا لږ څه فکر وکړ او امر یې وکړ چې هم باغوان او هم وزیر دې دربار ته راشي. دواړه راغلل.باچا ورته وویل: د باغ په یوه ګوټ کې یوې پیشو زېږېدلي، لاړ شئ وګورئ چې څو بچیان یې زېږولي.دوی دواړه لاړل، او وروسته له کتلو نه بېرته شاه ته راغلل او خپل راپور یې وړاندې کړ.لومړی باغوان وویل: بادشاهه! ما هغه پیشو ولیده، درې ښکلي پیشوګانې یې زېږولي دي.ورپسې د وزیر وار شو. هغه یو کاغذ راواخیست او د خپلو لیکنو له مخې یې راپور ولوست: بادشاهه ! ستا د امر له مخې زه د باغ جنوب لوېدیځ لور ته لاړم، هلته د توت ونې لاندې مې هغه سپینه پیشو ولیده. هغې درې بچیان زېږولي، چې دوه نارینه او یو ښځینه دي؛ نارینه یو سپین دی او بل تور و سپین دی. ښځینه بچی خړ رنګ لري. تقریباً یو میاشت عمر لري. ما پټه مور تر نظر لاندې ونیوه، او پوه شوم چې پخلی اشپز هره ورځ اضافي خواړه مور ته ورکوي، او د هغې له شیدو نه بچیان تغذیه کېږي. همدارنګه د ښځینه بچي چپ سترګه مکروبه شوې ده، چې ښايي ورته ستونزه پیدا کړي. پاچا مخ باغوان ته واړوه چې ستا او د وزیر فرق همدا دی چې هغه په نعمتونو کې ډوب دی .!

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

4.1
4.1 (14)

14 ټولې رایې

5★
5
4★
6
3★
3
2★
0
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan