بله برخه:امریکایی عسکره دوهمه برخه(2) ما چې د هغوی له خولې د “کانجریچولیشن” خبره واورېده، زړه مې له خوشحالۍ ډک شو، خو په عین وخت کې یو عجیب احساس هم راسره پیدا شو. دا زما د ژوند یو نوی باب و—یو داسې باب چې نه پوهېدم پای به یې څنګه وي. له هماغې ورځې وروسته زه په رسمي توګه د ترجمان په توګه وټاکل شوم. زما وظیفه دا وه چې د امریکايي عسکرو او ځایي خلکو تر منځ خبرې ترجمه کړم. لومړنۍ ورځې راته ډېرې سختې وې، ځکه چې هره خبره باید په ډېر احتیاط سره واړول شي. یوه کلمه هم که غلطه ترجمه شي، لوی مشکل جوړولی شي. هغه امریکایۍ عسکره، کیوي، چې زه یې دلته راوستلی وم، اکثر وخت به یې له ما سره کار کاوه. هغې به تل هڅه کوله چې ما تشویق کړي او ویل به یې: “ته ډېر ښه کار کوې.” زما لپاره دا خبرې ډېرې ارزښتناکې وې، ځکه زه په یوه پردي چاپېریال کې وم. ورځې تېرېدې، او زه ورو ورو له عسکرو سره بلد کېدم. هغوی به ځینې وختونه ټوکې کولې، ځینې وختونه به جدي ماموریتونه درلودل. خو یو شی چې تل موجود و، هغه ویره وه. هره ورځ به موږ له اډې بهر تلو، د خلکو سره به مو لیدل، او بیا به بېرته راستنېدو. هېڅوک نه پوهېدل چې سبا به څه کېږي. یوه ورځ موږ ته امر وشو چې یوې لرې سیمې ته لاړ شو. ویل کېدل چې هلته امنیتي ستونزه ده او باید له خلکو سره خبرې وشي. زه، کیوي، او څو نور عسکر په یوه موټر کې روان شو. لاره اوږده او خاموشه وه. زما زړه بې اختیاره درزېده، ځکه داسې ماموریتونه تل له خطره خالي نه وو. کله چې سیمې ته ورسېدو، خلک راټول شوي وو. زه مخکې شوم او خبرې مې پیل کړې. هغوی خپل شکایتونه کول، او زه یې امریکایانو ته ترجمه کولم. فضا یو څه تاوده شوه، خو بیا ورو ورو ارامه شوه. ناڅاپه، یو زورور غږ شو... نور بیا……
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
201 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
261 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
360 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)