ته د علم او د کار خبرې وکه
دا سیاست او دا کیسې را یادې نکې
زه پښتون پکې یاد شوی ترهګر یم
د تاریخ کرښې کږې رایادې نکې
د زړګي زاړه زخمونه به تازه شي
د یارانو چې دوکې رایادې نکې
په رڼا کې مو هم ژوند ده بیخي ستړی
تورې شپې تیارې تیارې رایادې نکې
چې یې موږ باندې په جیبر علمي کړې
د ژوند هغه فیصلې رایادې نکې
نه هم جنګ شته نه کیسې شته د مرګونو
نور تعلیم ته بهانې رایادې نکې
ما بلها دې پکې کړي تاوانونه
د تېر ژوند مې خاطرې رایادې نکې
په نړۍ کې پرمختګ نه یې کړو پاتې
دا څلویښت کاله جګړې رایادې نکې
حنفي ته ترې دا خړ پړ کلی ښه ده
چې دا دنګې شان بنګلې رایادې نکې
شاعر ولسکشر حنفي کوچی 🥰