د یو بېوزله بزګر ښځې به په کور کې کوچ جوړول، هغې به هغه په ګردو ټوټو کې برابرول، او هره ټوټه به یې داسې جوړوله چې وزن یې باید دقیقاً یو کیلوګرام وي.مېړه به یې دا کوچ ښار ته وړل، د دوکان په څښن به یې پلورل، او په هغه پیسو به یې د کور اړتیاوې پوره کولې.یوه ورځ، د دوکان څښتن شکمن شو. هغه پرېکړه وکړه چې پخپله د کوچو ټوټې وزن کړي. د وزن په مهال هره یو کیلوګرامه ټوټه یوازې شاوخوا 900 ګرامه وه، یا 100 ګرامه کمه.هغه ډېر غوسه شو او د بزګر د راتلو انتظار یې وکړ. کله چې بزګر بله ورځ له نویو کوچو سره راغی، د دوکان څښتن ورسره مخ شو او ویې ویل: زه نور له تا کوچ نه اخلم، ته ماته دوکه راکوې، دا د بشپړ وزن په نوم پلورې، حال دا چې ښکاره یې وزن کم دی!بېوزله بزګر حیران ولاړ و، بیا یې په ارام غږ وویل: بخښنه غواړم، ښاغلیه! موږ په کور کې ترازو نه لرو، نو هره ورځ ستا کوچ د هماغه یو کیلو بورې په وسیله وزن کوو چې له تا یې اخلو، دقیقاً یو کیلوګرام. هر وزن چې تاسو راته راکاوه، هماغه وزن مې بېرته درکاوه.♦نوټ : دا په یاد ولرئ چې په ژوند کې چې د هر چا سره کوم ډول ښه یا بده رویه کوې یا کومه پیمانه چې د نورو لپاره کاروې، هماغه به یوه ورځ ستا لپاره هم وکارول شي.!#انصاف ⚖ #کورنۍ 👨👨👧👧 #بریا 📈 #ژوند🫀🫀
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
280 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
293 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
471 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)