تاريخي داستاني ادبيات اسمعيل لاروی تاريخ د ادبياتو په ټولو انواعو باندې خپلې اغېزې لري. د شعر او تاريخ اړيکه چې ارسطو مطرح کوله، د عامو يونانيانو د هغه پخواني تصور ښکارندويي کوي چې د تاريخ په اړه يې لاره او د ارسطو همدا نظر چې د شعر بنسټ داستان دی، د داستان او شعر رابطه راښيي. پخوا د ختيځ زياتره تاريخي واقعيې په شعر کې بيانېدې، په دربارونو کې مداحيه شاعران زيات وه، په دربار کې چې څه تېرېدل او يا به څه د تخت د واکمن خوښه وه، هغه به د کيسې په شکل په شعر کې ويل کېدل. په اوسنۍ نړۍ کې چې داستاني ادبياتو د شعر په پرتله زياته وده کړې نو تاريخي پېښې هم تر يوه حده د داستاني ادبياتو په بڼه بيانېږي. داستان او تاريخ په دا ډول ادبياتو کې ترکيبي شکل غوره کوي. د Historical-fiction اصطلاح د Historical- romance مترادفه ده چې له داستاني ادبياتو ورهاخوا د سينما، تياتر، تلويزوني خپرونو او نورو لپاره هم کارېږي. تاريخي ناولونه (Historical Novels) هغه دي چې د کيسې بستر، شخصيتونه او پېښې يې د تاريخ له بطنه وي. تاريخ مونږ ته وايي چې خلک څه کوي خو تاريخي داستان راسره مرسته کوي چې تصور وکړو، د خلکو احساس څنګه وه؟! تاريخي کيسې لوستونکي يوې بلې زمانې او ځای ته بيايي او يا په يو بل زمان او مکان کې د پېښو منطقي او د منلو وړ مشاهدې پرې لوروي، د څېړونکو په اند تاريخي کيسې/ ناولونه ليکل د ليکوال د خلاقيت او اړوند موضوع د څېړلو توازن ساتلو ته اړتيا لري. د داستاني ادبياتو په دې ډول کې که تاريخ له يو لوري ليکوال ته خام مواد په واک کې ورکوي خو بل لوری بايد پېښې په داسې شکل بيان شي چې لوستونکی پرې د دروغو اطلاق ونه کړي، د دې مطلب دا دی چې تاريخ ته مونږ همېشه د واقعيت او حقيقت په سترګه ګورو. په تاريخي داستاني ادبياتو کې هم ټينګار په دې دی چې متن لوستونکي ته دروغ ونه ايسي. تاريخي ناولونه چې د تاريخي منابعو په رڼا کې ليکل کېږي، د يوې مشخصې زمانې، هيواد او ټولنې ټولنيز آداب، دودونه، فرهنګ او کړه وړه بيانوي، د ادبياتو دا برخه زياتره تاريخي مسايل را نغاړي چې تاريخي شخصيتونه يا تاريخي پېښې يې اصلي موضوعات ټاکي. د تاريخي ناولونو ځانګړنې: • په تاريخي پېښو او حقايقو مبتنی وي؛ • پېښو، شخصيتونو او تاريخي چاپېريال ته پکې پام شوی وي؛ • د تاريخ او تخييل ترکيب منطقي او عقلاني وي؛ • تاريخ او تخليق پکې يو ډول د اهميت وړ وي. د نولسمې زېږدېزې پېړۍ په لومړيو کې تاريخي ناول ليکنه له لويديځه را پيلېږي چې والټر سکاټ ، اونر ډي بلزاک ، جيمز فينيموز کوپر او ليو تولستوی يې مخکښان دي. لومړني تاريخي ناولونه پښتو ته له روسي، انګليسي، فارسي او اردو را وژباړل شول چې سينوهه (د ميکاولتاري اثر، له فارسي څخه پښتو ته ژباړل شوی)، سوله او جګړه (د تولستوی اثر، له روسي ژبې څخه را ژباړل شوی) او بيوزلان (د ويکتور هوګو اثر، له فارسي څخه ژباړل شوی) يې مشهور او ارزښتمن اثار دي. تاريخي ناول ليکنه د نړۍ د تاريخي پېښو، سلطنتونو، سياستونو، دولتدارۍ او په ترڅ کې د ملتونو د ټولنيز ژوند صحنې بيانوي. تاريخي رمان لوستونکي له تاريخ سره نښلوي او دې ته يې هڅوي چې د تاريخ په اړه نور هم وپوهېږي. سترګور ليکوالان د تاريخ په بطن کې ګرځي، دوی کولی شي چې د سياست، ټولنې او فرهنګ تياره ګوټونه په ښه توګه روښانه کړي. د هر ملت تاريخ او ادبيات يو له بل سره ټينګې اړيکې لري. د تاريخ ليکنې لپاره يوازې اسناد بسنه نه کوي بلکې هنر ته هم اړتيا ده چې له دې موادو څخه د استفادې لارې هوارې کړي او په پښتو ليکوالو کې دا هنر تر بل هر چا ارواښاد احمدي ته ښه ياد وه، نيکه او بغدادی پير د همدې خبرې ثبوتونه دي، نوموړی په خپل هنر مونږ له خپلې نږدې ماضي څخه په ډېره ښه توګه خبروي. په نوره نړۍ کې هم تاريخي ناولونه ځکه د اهميت وړ بلل شوي چې د ملتونو سرنوشت يې منعکس کړی، د بېلګې په توګه د ګرجستان د پنبه وو په کروندو کې د يوې تور پوستې بوختې غلامې کورا د ژوند کيسه د ځمکې لاندې ريل پټلۍ (The Underground Railroad) ناول کې کولسون وايټ هېډ بيان کړې او د تاوتريخوالي هغه کيسې چې يوه ښځه يې په خپل ژوند کې ګالي، په دې ناول کې لولو. ليکوال ښيي چې د غلامانو ژوند جهنمي دی او له دې جهنمه د وتو هڅې او مبارزه له همداسې اثارو زده کېږي. د ځمکې لاندې ريل پټلۍ په نوم ناول په ۲۰۱۶ زېږديز کال کې د پوليتزر جايزه هم اخيستې او په همدې کال د نيويارک ټايمز له لوري د کال د غوره او زيات خرڅېدونکي کتاب په توګه وپېژندل شو. د ارواښاد احمدي په نږدې ټولو کتابونو کې د ښځو د محروم ژوند بيان په يو نه يو ډول شوی دی: #د غڼې ځاله ناول چې لولو په افغاني ټولنه کې د ښځو د زنداني ژوند او په دې زندان کې د يوې مبارزې ښځې له هلو ځلو خبرېږو. #يوه خبره درته وکم؟ ناول کې هم د يوې جينۍ کيسه شته، په جوجو او رنګه غوږونو کې د نورو ټولنيزو ناخوالو تر څنګ د ښځو ژوند هم منعکس شوی نو زمونږ د ټولنې په تاريخ کې د ثبت وړ دا موضوع احمدي صاحب په ډېر ښه شکل را اخيستې. په نوره نړۍ کې هم د انساني کشمکشونو کيسې خورا زياتې دي، له تور پوستو سره نژادي تبعيض که د سياسي مبارزو يوه محوري مسئله ده خو ادبياتو هم په دې برخه کې خپل اهميت لرلی. د ټوني موريسن مشهور ناول محبوب (Beloved) يې ښه بېلګه ده چې پکې يوه تور پوستې غلامه له خپل زميندار باداره د تېښتې ناکامه هڅه کوي. خپل اولادونه له دې وېرې وژني چې هغه به هم د دې په څېر غلامان شي، د څو مياشتو يوه لورکۍ يې چې نوم يې هم نه دی ورته غوره شوی، وژل کېږي او اروا يې په کور کې سرګردانه کېږي. دا او ورته نور ګڼ داسې ناولونه شته چې د بشر تاريخ بيانوي، د اشر په نوم د لنډو کيسو ټولګه کې د ارواښاد نصير احمد احمدي او دري ژبي ليکوال عبدالواحد رفيعي کيسې يو ځای چاپ شوي دي چې (زما د وطن جګړه) په نوم د احمدي کيسه يې زموږ د تېر شل کلن لنډ تاريخ تر څنګ د محرومې او په اورونو کې د غوپه نيمې ټولنې بيان په ډېر ښه انداز کوي. د ارواښاد نصير احمد احمدي لنډې کيسې او ناولونه هغه اجتماعي اړخونه منعکسوي چې تر اوسه نورو ليکوالانو پرې داسې کار نه و کړی. زياتره ليکوالان د دې په هڅه کې وي چې مشهورې پېښې را واخلې او داسې مسايل بيان کړي چې له ټولنيز ذهنيت سره په ټکر کې نه وي خو احمدي د يو ازاد او بې پرې عکاس په څېر هر هغه څه را اخيستي چې په پايله کې يې ټولنې او هيواد ته خير رسېږي. نوموړی د تاريخ له بيان سره، سره د ټولنې بېسوادي، فقر، بې اتفاقي، د ښځو محروميت او نورو ګڼو مسايلو ته متوجه دی. د ارواښاد احمدي بغدادی پير/ ډيويډ جونز او نيکه نالونه تاريخي بڼه لري. نيکه ناول د ميرويس نيکه (۱۶۷۳–۱۷۱۵ زېږديز) د هوښيارۍ، عالي تدابيرو او عظمت کيسې کوي او د ګرګين له چپاوله د مظلومو خلکو د نجات خبرې لري. بغدادی پير بيا د غازي امان الله خان (۱۸۹۲ – ۱۹۶۰زېږديز) د هيواد د خپلواک ساتلو، ځان بساينې، تعليمي او تحصيلي پرمختګونو، روغتيايي او انکشافي پلانونو او عملي چارو او د دې هر څه پر وړاندې د انګريزانو د دسيسو او زمونږ د تېرو نسلونو د جهالت داستان دی. په يادو دواړو ناولونو کې د تاريخ، تصور او رياليستيکي ژبه کارېدنه کلک تړون ليدل کېږي. ۱_تاريخ: تاريخي ناول چې د تاريخ باب پرانيزي نو د مشخصې او دقيقې خبرې لوستو تمه لرو، مثلاً، ډېوېډ جونز چې کابل ته راځي او د طاق ظفر څلي جوړېدل ګوري، حيرانېږي، مطلب دا چې دا خبره تاريخ هم کوي او احمدي يې په ناول کې هم کوي؛ ۲_تصور: حاجي پاينده چې د څلورو ښځو خاوند دی او په کلي کې نفوذ هم لري، ډېوېډ جونز يې له نورو کليوالو د ژوند په اړه معلومات اخلي، بيا چې کله دا سپين ږېری له ډېوېډ جونز سره مخامخېږي نو ډېوېډ جونز وړاندې له دې چې پاينده خان ځان ور وپېژني، دی يې ورته وايي چې ته خو د څلورو ښځو څښتن يې، بيا هم په جومات کې اوسې... پاينده خان تعجب کوي، د دې سړي رواني حالت انځورول او په داسې هنري شکل له لوستونکو سره شريکول چې فکر کوي، دوی همدا صحنه ګوري او د بوډا د خړو غومبرو د سره کېدو ننداره کوي، دا اړخ د احمدي صاحب په داستانونو او ناولونو کې خورا پياوړی دی؛ ۳_رياليستيکي ژبه: موږ چې د خپل کلي او قوم په باره کې غږېږو نو احتياط او هڅه کوو، چې داسې څه مو له خولې ونه وځي چې بيا مو خلکو ته د عيب او پيغور وړ شي، احمدي صاحب د دې مسئلې باک نه ساتي او په بې پرې توګه هر څه روښانه بيانوي، د امان الله خان هغه زړه ماتونکې خبرې چې د خپلې جاهلې ټولنې په اړه يې کړې دي، چې ويل يې ښوونځي او پوهنتونونه مې غوښتل خو خلکو زما پر دې پاک اقدام او چاره پسخند څه چې د کفر ټاپې لګولې، دا موضوع احمدي صاحب په ډېر ښه انداز بيانوي. نو؛ د احمدي صاحب په تاريخي ناولونو کې ما ته تر هر څه د تاريخ، تصور او رياليستيکي ژبې تړون او ترکيب ډېر محکم او نه شلېدونکی ښکاري چې په شکل کې هم دا موضوع يو څه واضح شوې: د احمدي په اثارو کې د تاريخي ناول ليکنې عناصر: ۱_اوډون: د تاريخي ناول ليکنې دا اړخ د يوې تېرې شوې زمانې او مکان تړون راښي، مثلا؛ د والټر کانديد ناول چې د پرتګال له زلزلې وروسته ليکل شوی دی، هغه خاکه چې د ناول لپاره جوړه شوې او د پاپانو د دې باور « هر څه چې کېږي، ښه کېږي» پر وړاندې د ليکوال شديد عکس العمل چې وايي، بېوزله ماشومانو څه کړي ول؟ چې په زلزله کې خاورې شول؟... يانې دا تاريخي زمانه په هنري ډول منعکس شوې هم ده او په ضمن کې ناوړه فرهنک او خرافات غندل شوي هم دي، له هنر سره د داسې مسايلو اوډون يو هنر دی. د غازي امان الله خان د ژوند پر مهال د انګريزي ښکېلاکګرو دسيسې او د افغانستان د شلمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي حالات په بغدادي پير/ډيويډ جونز کې لولو، دا يې ښه مثال کېدی شي. ۲_پلاټ: د واقعي تاريخي او خيالي، اشخاصو، ځايونو او صحنو مناسب ترکيب دی چې ارواښاد احمدي په دې برخه کې هم بريالی دی، په بغدادي پير کې يو ځای راځي: ټام په بېړه ور وکتل، مډال يې د خپلې خور له ګوتو وايست، ورو يې وويل: د ژېړو دی، ورته وګوره، څه پرې ليکل شوي! د انګلستان د ملکې مډال، ۱۹۳۵ م کال. سوزان وويل: اوس ۲۰۱۶ کال دی، مانا يو اتيا کاله يې وتلي دي! ټام پړمخې پروت صندوق په بله خوا را واړاوه؛ يوه پنډه، زړه کتابچه ترې ولوېده. سوزان کتابچه ور واخيسته، ور پو يې کړل، ويې ټوخل. د کتابچې پر پوښ يې څنګله تېره کړه، شونډې يې وخوځېډې: بغدادی پير/ ډېوېډ جونز... د تاريخ او تخليق تړون همدا دی، د دقيقو تاريخي پېښو او خيالي تصويرونو يو ځای کول هنرمندې ګوتې غواړي او دا هنرمند ارواښاد احمدي و. ۳_کرکټرونه: کرکټرونه کېدی شي رښتيني، افسانوي يا دواړه وي مګر اصلي خبره دا ده چې کرکټر بايد د خپلې زمانې، سيمې او حالاتو مطابق وي. په نيکه ناول کې لولو: آهنګر وويل: د ګرګين عسکرو ته نوي پلته يي ټوپک راغلي، يو ډز کوي خو وار يې خطا نه ځي. آهنګر غلی شو، يوه لور ته يې څټګ ونيو، ويې ويل: د ګرګين دېرش زره ګرجي او ايراني عسکر بايد زموږ په غوښو ماړه شي. دلته ګرګين رښتينی او آهنګر خيالي کرکټر دی. ۴_ډيالوګ: په تاريخي ناول ليکنه کې بايد ډيالوګ د زمانې مطابق او مستند وي او هغه کرکټرونه چې خبرې کوي، له شرايطو، حالاتو او زمانې سره سم وي، مونږ که اوس افغاني ټولنه له تلويزون، ټيليفون او راډيو څخه ناخبره بولو، دروغ وايو خو د غازي امان الله خان پر وړاندې چې له لاوډسپيکر يا بلې غږلېږدونکې وسيلې څخه تبليغاتي ګټه اخيستل کېده او ډيويډ جونز چې د لاوډسپيکر په اړه غږېږي نو زړه مو اخلي چې رښتيا هم هغه مهال به خلک همداسې ول، د منلو ده او په دې ارتباط هم د احمدي صاحب د بيان طرز معقول او د منلو دی. ۵_کشمکش: هغه ستونزې او ربړې چې د ناول کرکټرونه ورسره مخامخېږي، بايد د زمانې او حالاتو مطابق وي. مونږ که نيمه پېړۍ وړاندې په افغانستان کې يو کس د انټرنيټ له نشته په شکايت غږوو نو چا ته د منلو نه ده خو که په اوس وخت کې دا ستونزه روايت کوو نو تر يو حده به معقوله وي. د احمدي صاحب په ناولونو کې د کرکټرونو په ژوند کې د پېښېدونکو کشمکشونو دقت د يادونې وړ دی، د غازي امان الله خان پر وړاندې ډېوېډ جونز په مجلسونو کې چې تبليغات کول نو په دې ډول يې کول، دا د بغدادي پير خبرې دي: پاچا زړه سواند انسان دی خو شريعت شراب خور ته خپله سزا لري، پاچا بايد د زړه سواندي پر ځای حد جاري کړی وای. وار له واره مې دا ډول کيسې په خپله په پاچا پورې نه شوای تړلی، دې خلکو د بغدادي پير الوتل منل، خو پاچا او شراب ډېر سره لېرې ول خو لږ تر لږه به دې کيسو په دې ساده ککريو کې دومره ورګرځول چې که پاچا خپله شراب نه خوري، نو شراب خور يې هم دومره بد نه ايسي... يو بل لنډ پراګراف هم له بغدادي پيره را اخلو: يوه اونۍ وروسته له پېښوره يو کوچنی کارټن راغی، خلاص مو کړ، حيران شوو، د امان الله خان او ملکې ثريا له لوڅو عکسونو ډک و. د کارټن راوړونکي راته وويل چې دا عکسونه له لندنه راغلي دي، د پاچا او ملکې څېرې يې را اخيستي، د نورو کسانو پر لوڅو بدنونو يې ايښي، بيا له همدې عکسه نور عکسونه اخيستل شوي دي. دا عکسونه په دومره مهارت جوړ شوي وه چې جعلکاري يې په اسانه نه ښکارېده. په لومړي ځل مو دا عکسونه يواځې شناخته وو ته ورکول، بيا مو تر وردګو، غزني او زابله پورې ولېږل. ډاکټر عبدالکريم سروش وايي؛ د علم اصلي او لومړنۍ مانا د نه پوهېدو پر وړاندې پوهېدل دي او تاريخ د ملتونو له اجتماعي، سياسي او فرهنګي ژونده د خبرېدو علم دی. ادبياتو د نورو علومو او د ژوند د نورو مواردو په څېر د تاريخ په روښانولو، بيانولو او راسپړلو کې د يوې پام وړ وسيلې په توګه دنده لرلې، که د نړۍ تاريخ ګورو نو د خلکو په پوهولو او هوښيارولو کې د تاريخ او ادبياتو ونډې په خپل خپل ځای مهمې دي. د ميرويس نيکه او غازي امان الله خان په اړه ليکل شوي دواړه ناولونه مو په نږدې ماضي کې د خپل هيواد او ملت له بدبختيو او حالاتو په داسې ډول خبروي چې د خپلو خلکو احساسات هم درک کوو، په نږدې دواړو تاريخي دورو کې زموږ خلک بې اتفاقه، جاهل، په نورو پسې روان، پټې سترګې، جذباتي، بې همته، له خپلې ګټې او تاوانه ناخبره... ول او دي. احمدي مو په دې پوهوي چې د زمانې اوسنۍ تقاضې څه دي؟ موږ په تېر کې څه ستونزې لرلې؟ اوس څنګه يو؟ دنيا څه راسره کوي؟ څه بايد وکړو؟ هغه پوښتنې چې زموږ په څېر ملتونو ته د ارتقا او پرمختګ په سفر کې د خنډونو په څېر ولاړې دي، دا پوښتنې د احمدي په څېر بريالي ليکوالان د هنر په ژبه ځوابوي او په نه ستومانوونکي انداز کې مو پوی کوي. اُسکار وايلډ د تاريخ په ارتباط يوه خبره کړې وه چې تاريخ هر څوک جوړولی شي، يوازې يو لوی کس يې د ليکلو توانايي لري خو که له دې سره دا هم يو ځای کړو چې د ليکلو تاريخونو اړه يوازې او يوازې يو استثنايي کس کامياب تاريخي ناولونه ليکلی شي، بده به نه وي او بدمرغي ده، چې له مونږ دا يوازينی استثنايي کس هم ډېر په بېړه بېل شو.ماخذونه ۱_ احمدي، نصير احمد. بغدادی پير. مومند خپرندويه ټولنه. ۱۳۹۶ لمريز. ۲_ احمدي، نصير احمد. نيکه. مومند خپرندويه ټولنه. ۱۳۹۵ لمريز. ۳_ احمدي، نصير احمد او رفيعي، عبدالواحد. اشر. ګويته انسټيټيوټ، افغانستان. ۱۳۹۶ لمریز. ۴_ اصفهاني، زهرا نصر و بهرامي، پرستو. بررسی رمان تاريخی ايران در چهل سال اخير (از سال ۱۳۵۰ تا ۱۳۹۰) فصلنامه تخصصی سبک شناسی نظم و نثر فارسی (بهار ادب) ۱۳۹۲. ۵_ سروش. ع. علم چيست؟ فلسفه چېست؟. تهران، نشر حکمت، ۱۳۵۷. ۶_ شمیسا، سیروس. انواع ادبي. چاپخانه رامين، چاپ چهارم. ۱۳۷۵ ه ش. ۷_ صالحی، پ و طاری، ق. پيوند « تاريخ» با « ادبيات» در متون تاريخی، زبان و ادبيات فارسي. مجله تاريخ ادبيات( شماره ۳/۸۱). ۱۳۹۷. ۸_ عبدالهيان، حميد. جنبه هاي ادبي در تاريخ بيهقي، چاپ اول، اراك : دانشگاه اراك ۱۳۸۱ ۹_ Stocker, Bryony D. "Historical Fiction: Towards A Definition." Journal of Historical Fictions 1, no. 2 (2017). 10_ Darby, William. "The English Historical Novel: Walter Scott to Virginia Woolf." (1972)
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
12 ټولې رایې
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
تبصرې
ډېر خوندوره ليکنه و! الله سبحانه وتعالی دی ستاسې په قلم او ليکنه کې برکت دواچوې تر څو نورې هم دا ډول ليکنې ته وهڅویږې.
# اړوند پوسټونه
سوچه او کره پښتو...
کلیــوال/ عمومي فوسټونه پښتو کليمې➖ پردۍ کليمې‼️ ✔ستونزه=مشکل ✔هرکلى=پذيرايي ✔بېلګه=مثال ✔لاسليک=امضا ✔زړه وړونکى...
پښتو🫀💋
دا د عربو متحده اماراتو کې يو لوی نړيوال روغتون دی، چې د انګرېزي تر څنګ يې پښتو هم ليکلې ده. پښتو لکه د نړۍ هره ژوندۍ...
تاریخ
#تاریخ_History ؟ د تېرو زمانو د پیښو، کلتورونو ،ټولنیزو او سیاسي بدلونونو منظم او علمي څېړنه ده دا علم انسانانو ته د تې...