oiuytrew
ریس خادیم

تازه ټکنالوژي او پرمختګ! 😱

184 لیدنې 14 رایې
3.6 (14)
ریس خادیم
ریس خادیم 09 Nov 2026

تازه ټکنالوژي او پرمختګ! 😱د ایلن ماسک د ټکنالوژۍ په اړه بیا نوې خبرې کېږي. ویل کېږي چې د الوتونکو موټرو د جوړولو هڅې یی روانې دي؛ داسې موټرونه چې د اړتیا پر مهال به له سړک څخه هوا ته هم پورته کېدای شي.تصور وکړئ! چی یوه ورځ به انسان د سړکونو پر ځای په هوا کې خپل منزل ته رسېږي؛ هغه څه چې مو به پخوا په فلمونو کې لیدل هغه نن د ساینس او ټکنالوژۍ د پرمختګ له امله د حقیقت کیدو په لور روان ديخو اصلي پوښتنه دا ده: چی موږ چېرته یو؟نړۍ د علم، اختراع، څېړنې او ټکنالوژۍ په ډګر کې پر مخ روانه ده؛ خو زموږ په ټولنه کې لا هم ډېر ماشومان له تعلیم، ځوانان له مناسبو فرصتونو او استعدادونه له ملاتړ څخه محروم دي. موږ هم هوښیار ځوانان، وړتیاوې او استعدادونه لرو؛ خو پرمختګ یوازې په استعداد نه کېږي، بلکې علم، تعلیم، هڅې، یووالی او مناسبو فرصتونو ته اړتیا لري. راځئ، د خپل روښانه راتلونکي لپاره کار وکړو، خپلو ماشومانو ته تعلیم ورکړو او د علم او پوهې ملاتړ وکړو. ځکه که نن د علم او پرمختګ لار ونیسو، سبا به موږ هم بریالي شو! ❤️ستاسو په نظر، زموږ د پرمختګ تر ټولو لوی خنډ څه دی؟ 🤔

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (14)

14 ټولې رایې

5★
5
4★
1
3★
5
2★
3
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan