جالبه ده! موږ له ماشومتوبه اورو چې زمری د ځنګل پاچا دی، خو حقیقت دا دی چې زمری هېڅکله په ګڼ ځنګل کې ژوند نه کوي، بلکې د هغه استوګنځای پرانیستي میدانونه او پراخه واښه لرونکي سیمې دي چې ورته سوانا ویل کېږي.د زمري له ژوند سره تړلي ځینې داسې حقایق شته چې عام خلک یې نه پېژني. د بېلګې په توګه، د زمريو په ګروپ کې 90% ښکار ښځینه زمریانې په ګډه کوي، په داسې حال کې چې نر زمری زیاتره وخت یوازې استراحت کوي.خو دا معنی نه لري چې هغه بېکاره دی. د نر زمري اصلي دنده د خپلې ډلې او خپلې سیمې د پولو ساتنه ده. هغه د نورو ځنګلي حیواناتو څخه د خپلې کورنۍ د ژغورلو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.یو بل حیرانوونکی حقیقت دا دی چې د نر زمري د غاړې شاوخوا موجود غټ وېښتان هر څومره تور رنګ ولري، هماغومره هغه زمری خطرناک، قوي او روغ ګڼل کېږي.ښځینه زمریانې هم داسې نر زمری چې تور یال ولري د خپل مشر په توګه زیات خوښوي، حال دا چې دا تور.یال د افریقا د تود لمر ګرمي زیاته جذبوي، چې له امله یې په ګرمو موسمونو کې د داسې زمري لپاره ژوند کول او ښکار کول لا سختېږي.موږ ډېر وخت اورو چې د زمري غړمبه تر پنځو میلو (اته کیلومتره) پورې اورېدل کېدای شي، خو دا غړمبه یوازې د ډارولو لپاره نه وي. دا په حقیقت کې د هغوی یو طبیعي سیستم دی چې د دې ځانګړي غږ له لارې د ډلې لرې غړي یو بل ته خپل موقعیت ورښایي او دښمنانو ته خبرداری ورکوي چې له پولې دې نه اوړي.زمری د پیشوګانو په کورنۍ کې تر ټولو ټولنیز حیوان دی. د نورو لویو پیشوګانو (لکه پړانګ او چیتا) برعکس، زمریان په ډلو کې ژوند کوي چې ورته (Pride) ویل کېږي. په یوه ډله کې عموماً څو ښځینه زمریانې، د هغوی بچیان او یو یا څو نر زمریان وي.زمریان د ورځې ډېره برخه په استراحت تېروي. یو بالغ زمری کولی شي په شپه ورځ کې تر 20 ساعتونو پورې ویده یا ارام وي. دا کار د دې لپاره کوي چې د ښکار او د سیمې د ساتنې لپاره خپله انرژي وساتي. ریس خادیم🌹
# اړوند پوسټونه
کلتور
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
ملګرو چینل فالوکړی
محمدادریس ګهیځ
10 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې
د مالي هېواد ۲۵ کلنې مور حلیمه سیسې (Halima Cissé) په ۲۰۲۱ کال کې د یوه داسې زېږون له امله د نړۍ پام ځانته واړاوه چې په...
ریس خادیم
63 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)
جالب
د اسټرالیا اوسېدونکې
د اسټرالیا اوسېدونکې بروک اتکنز (Brooke Atkins) هغه مهال د ټولنیزو رسنیو د خلکو له سختو نیوکو سره مخ شوه، چې د خپل کوچني...
ریس خادیم
66 لیدنې
12 Oct 2026
0.0
(0)