oiuytrew
ریس خادیم

جالبه کیسه

222 لیدنې 17 رایې
3.3 (17)
ریس خادیم
ریس خادیم 27 Aug 2026

جالبه کیسه:یوه ورځ یو مار یوه بېچاره چرګه وچیچله. چرګۍ چې احساس کړه زهر یې تن ته خوریږي، پښه‌یې راکاږله د چرګانو کوټې ته ورغله، چې هلته ارام وکړی. خو نورو چرګانو ورته وویل: ـ لاړه شه، خورې! که دلته پاتې شې، موږ به هم په زهرو ککړ کړی!چرګۍ ډېرې زارۍ وکړې، خو هېچا یې غږ وانه‌ اورید. د مار چیچل دومره دردناک نه وو، لکه د خپلو له‌خوا پرېښودل، هغه وخت چې تر ټولو زیات ورته اړتیا لرله.نو چرګه لاړه… تبه‌یې درلوده، یوه پښه‌یې ماته وه، ساړه ډېر وو، او امیدونه یې کم‌. هر ګام سره‌یې یوه اوښکه تویده. چرګانو ورته کتل، تر څو له سترګو پناه شوه. ځینو وویل: ـ پرې‌یې ږدئ، هلته به مړه شي!وخت تېر شو… یو وخت وروسته، یو مرغه د چرګانو کوټې ته راغی او ویې ویل: ـ ستاسو خور ژوندۍ ده! هلته لرې، د غرونو لاندې په یوه غار کې اوسېږي. هغه ښه شوې، خو یوه پښه‌یې له لاسه ورکړې ده. خوراک ورته سخت پیدا کېږي، او ستاسو مرستې ته اړتیا لري.چرګانو چوپتیا غوره کړه. بیا یوه وویل: ـ زه نشم تلای، هګۍ مې ایښې دي. بله وویل: ـ زه چوړګوړی لرم، بې ما نه شي. بل وویل: ـ زه د غنمو پسې ځم، بیکاره نه یم.او دا ډول، یو په بل پسې، ټولو انکار وکړ. مرغه بېرته یوازې غار ته ولاړ.بیا هم وخت تېر شو… هماغه مرغه یو ځل بیا راغی، خو دا ځل‌یې د خوښۍ نه، د غم خبر راوړ: ـ ستاسو خور مړه شوې ده… یوازې، بې وسه، د غار په یوه کونج کې‌یې ساه ورکړې ده. نه څوک ورسره وو، نه څوک چې دفن‌یې کړي، او نه څوک چې پرې وژاړي.چرګانو یو بل ته وکتل،پر زړونو یی د خپګان څپی راغلي. هګۍ ورکول بند شول. چوړګوړی پاتې شول. د خوراک لټون پرېښودل شو. ټولو له ځانه وپوښتل: ـ ولې مخکښې لاړو نه؟او بې له دې چې فاصلې یا سختي وشماري، ټول د غار خوا ته روان شول. ټولو ژړل‌، ملامته وو، خو ناوخته وو. چې غار ته ورسېدل، چرګه نه وه…یوازې یو لیک پروت و، لیکل شوي وو:“په ژوند کې ډېر خلک ستا د مرستې لپاره یو قدم نه پورته کوي، خو چې کله مړ شولی، نو ښخولو ته دی دکلیو کلیو نه خلک راځي. او د جنازې ډېری اوښکې د مینې نه، بلکې د پښېمانۍ وي.”

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.3
3.3 (17)

17 ټولې رایې

5★
4
4★
2
3★
6
2★
5
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan