oiuytrew
ریس خادیم

جالبه کیسه

266 لیدنې 17 رایې
3.6 (17)
ریس خادیم
ریس خادیم 09 Aug 2026

جالبه کیسه! یوه ښځه چې د خپل میړه په اړه شکمنه وه نیمه شپه له خوبه پاڅېده او د خپل میړه تلیفون یې راواخیست، د اړیکو لیست کې یې نومونه چیک کړل. هغه ددې درې نومونو په اړه شکمنه شوه: 1- نرمې غېږې والا 2- چاکلیټي نجلۍ 3- زما د خوبونو ملکه هغې په اندیښنه لومړي نمبر ته زنګ وواهه، د خاوند مور يې ځواب ورکړ، دويم نمبر ته يې زنګ وواهه، د خاوند خور يې ځواب ورکړ، دریم نمبر ته یې زنګ وواهه، د همدې ښځې خپل ټیلیفون زنګ وواهه. ښځه د خپل خاوند په تړاو د شک په اړه ډېره خپه شوه، او پریکړه یې وکړه چې د خپلې غلطۍ د جبران لپاره د یوې میاشتې معاش د ډالۍ په توګه خاوند ته ورکړي، د خاوند مور چې دا کیسه واوریده نو په خوشحالۍ کې یې خپلې د سروزرو غوږوالۍ زوی ته ورکړې. خور یې چې د خپل ورور په اړه له ګرانښت خبره شوه خپله د سروزرو ګوتمه یې ورور ته ورکړه. سړي ګوتمۍ او غوږوالۍ خرڅې کړې، پیسې یې د خپلې مېرمنې له لوري ورکړل شوي معاش سره یو ځای کړې او د خپلې ملګرې لپاره چې شمېره یې د "قاسم فلزکار" په نوم ورسره ثبت وه د ولنټاین د ورځې لپاره په ډالۍ کې ایفون ١٣ فرومکس واخیست شیطان چې دا پیښه ولیده، زوی یې په څټ کې په څپېړه وواهه او ورته ویې ویل چې له دې ځوان یې زده کړه 😏اوس پوښتنه داده چي دا ځوان به د‌ کوم قوم وي.................؟😂

امتیاز او رایې

د بلاګ درجه بندي

3.6
3.6 (17)

17 ټولې رایې

5★
2
4★
8
3★
5
2★
2
1★
0

ستاسو امتیاز ثبت کړئ

یو ځواب پریږدئ

# اړوند پوسټونه

khan