که ته د جهل تاج په سر کړې او قام هم د جهالت کمپل کې ساتې... سهار و ماښام ولس د پیر و مرید په نامه، د خولې په غومبر وهلو، ګریوان شلولو او غپولو ته مجبوروې.... که ته قام سهار و ماښام افراطیت، جهالت، د پاکستان د ریاست د سر خوندیتوب دعا او ځانمرګو ته هڅوې... که ته کال و سر ولس ته په منبر د ناموس ښکنځل کوې... که ته سهار و ماښام د روش او ښوروا د خوراک فضیلتونه او د استنجا طریقه بیانوې.... که ته سهار راپاڅې او تر ماښام یو میلیون پښتانه د کفر په فتواګانو تکفیر کړې. که ته ټوپک واخلې او د زرګونه پښتنو د وینو سیلاب ځان پسې جوړ کړې... نو ته به عزت هم پیدا کوې، ژوندی به هم یې، شرمیږې به هم نه، نړۍ به هم تعامل درسره مجبوریت ګڼي. خو که ته له منبره د امن خبره کوې، د پښتون د ژوند خبره کوې، د پرمختګ او نړۍ سره د پښتون د سیال کولو سوچ دې حتی په سر کې وګرځي. ته به په همدغه غیرتي قام شړل کېږې هم، بې عزته او تکفیر کېږې به هم او د ژوند حق به هم درنه اخلي. داسې زمانې ته راکوچېدلي یوو چې هر څه په کې روا خږ د پښتون د هوساینې او سیال کولو سوچ په کې ناروا شوی دی.فاعتبروا یا اولی الابصار...!! لېکوال سعید شینواری
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
157 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
188 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
286 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)