حاضر ځوابي:يوه چاغه ميرمن د سپرليو په موټر کې له مسافرو سره يو ځاى شوه، يوه فاسق ږغ وکړ چې دا موټر خو د ګاميښو لپاره ندى، ميرمنې په جواب کې ورته وويل چې دا موټر لکه د نوح ع، کښتی داسې دى خر هم پکښې شته --------------------------- د ايرلينډ مشهور ليکوال"برناردشو" ته يو بل مغروره ليکوال وويل چې زه تر تا بهتري أو فضيلت لرم، ځکه چې ستا ليکنې د مال و دولت پر موضوع راڅرخيږي، أو زما د ليکنو محور د متقابل احترام او عزت و شرف موضوع ده، برناردشو ورته وويل چې په ما اوتا کې هر يو دهغه شي متعلق څيړل او بحث کوي چې هغه نوي پکښې -------------------------- يوه ړوند صحرايي عرب چې مشهوره په "بشار ابن برد" وو وهغه ته يو بل چا وويل چې الله ج له هرچا د سترګو نعمت أخيستى وي د هغه عوض الله ج ورکړى دى نو تاته يې په عوض کې څه درکړي دي، هغه ورته وويل چې تا رقم خلک نه وينم ----------------------- يوه نابينا شخص يوه ښځه په نکاح کړه، يوه ورځ يې ميرمني د خپل حسن وجمال صفت ورته شروع کړ چې کاشکي تا سترګي درلودى چې زما حسن وجمال دي ليدلى واى، هغه په جواب کې ورته وويل که تا حسن وجمال درلوداى سترګه ورو به نوي راته پرې ايښي ---------------------- جحا" نومي شخص پر يو کلـې باندې راغى، په کلـې کې يو چا ورته وويل چې ياره"جحا" پر خره مې وپيژندلي، هغه ورته وويل خره خر پيژني --------------------- يو سړى پر لاره روان وو يوه جينى يې وليدله پسي ور ږغ يې کړه چې څومره ښائسته يې، هغې ورته وويل چې کاش ته هم ښائسته واى چي ستا د خبري مثل جواب مي درکړى واى، سړي ورته وويل خير لکه څنګه چي ما درواغ وويل ته هم يو درواغ ووايه --------------------- مشهور بدرنګه معتزلي عالم "جاحظ"له يوي بدرنګې ښځي سره يو ځاى شو ورته وئي ويل "واذالوحوش حشرت" ښځې ورته وويل " وضرب لنا مثلا ونسي خلقه" ----------------------- يوې سپين سرې بوډى څلور خره بازارته د خرڅه ولو لپاره راوستل، يو دوه ځوانان چې بازار ته د سودا لپاره راغلي وه هغوى چې کله د بوډى دومره خره وليده نو ور ږغ يې "ياأم الحمير"اى د خرو مورې، بوډى ورته وويل څه واياست ځامنو 🤪.!
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
200 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
260 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
357 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)