حضرت ابراهیم (ع) په خوب کې ولیدل چې خپل یوازنی زوی، حضرت اسماعیل (ع) قرباني کوي. د پېغمبرانو خوب رښتیا وي او دا د الله جل جلاله لخوا یو لوی امتحان و. ابراهیم (ع) دا خوب درې شپې پرله پسې ولید، نو پوه شو چې دا د پروردګار حکم دی. ابراهیم (ع) خپل زوی ته وویل: "اې زما خوږه زویه! ما په خوب کې ولیدل چې ستا سر پرې کوم (تا قرباني کوم)، نو ته ووایه چې ستا نظر څه دی؟"حضرت اسماعیل (ع) چې یو نېک او صابر زوی و، په ډېر اطمینان سره ځواب ورکړ: "پلار جانه! هغه څه وکړه چې امر درته شوی دی، ان شاء الله ما به له صبر کونکو څخه ومومې." کله چې پلار او زوی د قربانۍ ځای ته روان شول، شیطان راغی ترڅو هغوی له دې پرېکړې واړوي. شیطان لومړی ابراهیم (ع)، بیا بي بي حجرې او بیا اسماعیل (ع) ته وسوسې واچولې، خو هغوی ټولو په شیطان باندې کاڼي وویشتل او هغه یې وشړلو. (همدا وجه ده چې نن سبا حاجیان په حج کې د شیطانانو ویشتلو یا 'جمراتو' مراسم پر ځای کوي). کله چې ابراهیم (ع) خپل زوی منظمه کړو او چاقو یې راواخیسته، نو الله جل جلاله ته د هغوی تسلیمي او اخلاص دومره خوښ شو چې چاقو کار ونه کړ. په همدې وخت کې د غیبو څخه غږ وشو: "اې ابراهیمه! تا خپل خوب رښتیا کړ."جبرائیل (ع) له جنت څخه یو پسه (ګډ) راووړ او د حضرت اسماعیل (ع) پر ځای هغه ذبحه شو.
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
270 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
281 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
455 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)