حضرت سعد بن ابی وقاص (رض) د ستر پیغمبر محمد صلی الله عليه وسلم د لومړنيو او د لوړ رتبه اصحابو له جملې څخه دی. کله چې حضرت سعد رضي الله تعالی عنه مور (حمنه) د هغه له مسلمانېدو څخه خبره شوه دومره غمجنه شوه چې خوراک څښاک او خبرې يې بندې کړې او وې ویل تر څو چې سعد له اسلام څخه لاس وانخلي نو زه به هم داسي يم تر هغې چې مړه شم". هغه تر درې ورځو پورې په کور کې پراته وه او هم دا يوه خبره يې کوله، مګر حضرت سعد رض له مور سره زياتې مينې سره سره په خپلې اسلامې عقيدي ټينګ ولاړ و او خپلې مور ته يې داسې ويل:« مورې! ته پرما ډېره ګرانه يې خو په خدای ج سوګند(قسم) کوم که ستا زر ساګانې وي او هره شېبه دی يوه يوه ساه وځي نو بيا به هم زه اسلام پرې نه ږدم.» يوه ورځ حضرت سعد رض له مکې بهر له خپلو څو تنو ملګرو سره په يوه پټ ځای کې لمونځ کاوه ناڅابه هلته يو څو تنه مشرکین را پيدا شول، لومړی يې ورته سپکې سپورې خبرې وکړې او بيا يې پرې حمله وکړه په دغه وخت کې چې حضرت سعد (رض) د ځوانۍ پسرلی و سخته غوسه ورغله، يوې خواته يوه اوښ د پښې هډوکی پروت و هغه يې را اوچت کړ او پر مشرکانو يې حمله وکړه د جګړې په ترڅ کې يې يوه مشرک سر مات کړ او وینې يې پرې وبهولې او ورسته بيا نور ترې وتښتېدل. علامه ابن اثير (رح) وايې چې حضرت سعد (رض) لومړنی مسلمان دی چې له حق نه د دفاع په لاره کې يې وينه وبهوله، تر هجرت د مخه يې درې کاله د رسول اکرم (ص) په ملګرتيا د مکې مشرکینو په اقتصادي او اجتماعي بندیز کې بې ساري کړاوونه وګالل. حضرت سعد (رض) د بدر، احد، احزاب، خيبر، حنين، د مکې د فتحې او توبک په غزاګانو کې له حضرت محمد مصطفي (ص) سره د ملګرتيا وياړ لاس ته راوړی و. د اُحد په جګړه کې د حضرت سعد (رض) ورور (عتبه) د مشرکینو په کتار کې ولاړ و او د جګړې په ترڅ کې عتبه د ډبرې په ګزار سره د رسول الله (ص) مبارک غاښ شهيد شو. حضرت سعد (رض) چې له دي پیښې نه خبر شو نو ټول عمر به يې ويل:«په خدای (ج) سوګند (قسم) چې زه له عتبه نه پرته د هيچا وينې ته دومره تږی شوی نه ي.» حضرت سعد (رض) د ابوبکر صدیق (رض) د خلافت او همدارنګه د حضرت عمر فاروق (رض) او حضرت عثمان (رض) د خلافت په دورو کې مهمې دندې اجرا کړې دي. بلاخره په کال ۵۵ ھ کې د (۸۲) کالو په عمر وفات او د مدينې منورې په جنة البقيع هديره کې خاوروته وسپارل شو. *عبدالله امير*
oiuytrew
امتیاز او رایې
د بلاګ درجه بندي
4.3
15 ټولې رایې
5★
8
4★
3
3★
4
2★
0
1★
0
ستاسو امتیاز ثبت کړئ
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
274 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
283 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
456 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)