خوندوره کيسه 🗣🗣خاوند کور ته ننوت، ګوري چې مېرمن یې ژاړي، د ژړا پوښتنه یې ترې وکړه، هغې وویل، د کور د ونې په سر کې مرغۍ ناستې دي، زه چې کله سرتوره یم ماته ګوري، کیدای شي په دې مې خدای ونیسي.خاوند یې په سترګو ښکل کړه چې خدای تعالی څومره پاک لمنه مېرمن ورکړې ده.یوه اونۍ وروسته د عادت خلاف له خپل کار نه په وخت کور ته راستون شو، ګوري چې مېرمنه یې له خپل عاشق سره پرته ده!هیڅ یې ونه کړل، یوازې یې د خپلې اړتیا شیان واخیستل او له ښاره وتښتېده.یوه لرې ښار ته ورسېده، ګوري چې خلک د پاچا له ماڼۍ راتاو شوي دي، د راټولېدو د سبب پوښتنه یې وکړه، هغوی وویل، د پاچا خزانه پټه شوې ده.په دې وخت کې د دوی تر څنګ یو سړی تېر شو چې د ګوتو په څوکو روان وه، ده پوښتنه وکړه چې دا څوک دی؟خلکو وویل، دا د دې ښار شیخ دی، د ګوتو په څوکو له دې وېرې ځي چې کوم مېږی یې تر پښو لاندې نه شي او په ګناه ککړ نه شي!سړي چېغې کړې، زما دې د اوه اسمانونو په رب قسم وي چې ما غل پیدا کړه، ما پاچا ته بوځئ.سړي پاچا ته وویل، دغه شیخ ستا د خزانې غل دی، که په خپله دعوه کې دروغژن وم، سر مې پرې کړئ.د پاچا ساتونکو شیخ احضار کړه، له تحقیق وروسته شیخ په غلا اعتراف وکړه.پاچا وویل، تا څه وپېژنده چې دا غل دی؟سړي وویل، کله چې د فضیلت په اړه له مبالغې ډکې خبرې کېدلې، نو پوه شه چې د کوم جرم د پټولو هڅه کیږي.✅عبرت: تاسې په ژوند کې داسې خلک لیدلي چې د غوراوۍ او د لوړو ارزښتونو دعوه کوي، خو په اصل کې به انساني شیطانان وي؟🔴یادونه: د واټساپ او فیسبوک په بزرگانو باور مه کوئ! 😽💯
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
280 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
293 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په دستاینلیک ترلاسه کول
🏅 د ویاړ او مننې پیغام د شهید قادر محمد لېسې له لوري د سټېج د چارو د مشر په توګه د ستاینلیک ترلاسه کول زما لپاره د ویا...
نصیب الله ځلاند
471 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)