داعش ( الدولة الإسلامية ) څوک دي ؟اوله برخه :1⃣د داعش پېژندنې لپاره د داعش تاريخ ته لنډه کتنه کوو تر څو يې ښه وپېژنو.د داعش لنډ تاريخکله چې د اتحاد شوروي يرغلګرو ځواکونو افغانستان اشغال کړو.افغانانو يې هم په مقابل کې جهاد پيل کړو دغه جهاد ته څه عرب ځوانان هم راغلي وه چې په هغوی کې دوه ځوانان وه چې يو ( اسامه بن لادن ) او بل (ابو مصعب زرقاوي) نومېده .نو کله چې د افغانو وينې ثمره راوړه، وحشي روسي ځواکونو ته يې سخته ماته ورکړه، تیښتې ته يې اړ کړل نو هغوئ پس له سختې او شرمېدلې ماتې نه و افغانستان نه و تښتېدل •افغانانو د الله جل جلاله په نصرت اتحاد شوروي دړې وړې کړو، د اتحاد نه يې په روسيه يې بدل کړو ، کمونيزم رېښې ويستلې او خپل استقلال په نره او مېړانه واخيستلو.نو هغه عربو ځوانانو چې رأس کې (اسامه بن لادن) او (ابو مصعب زرقاوي) وه داسې فکر وکړو چې بايد موږ هم بايد په خپلو وطنونو کې اسلامي نظام حاکم کړو ، دا دی افغانانو مبارزه وکړه او جهاد وکړو - يو اسلامي نظام يې په خپل هېواد کې حاکم کړو، نو خپل مينځ کې يې مشوره وکړه بيا يې يو نړيوال تنظيم جوړ کړو په نامه ده : (الجبهة العالمية لقتال اليهود و النصاری)چې وروسته بيا دغه نړيوال تنظيم په القاعده مشهور شو , اسامه بن لادن يې د زعيم په توکه وټاکه، اسامه د خپلو ملګرو سره جزیرة العرب ته لاړو.بن لادن په جزيرة العرب کې د مجاهدينو جلب و جذب پيل کړو، ډېر مجاهدين يې په ځان راټول کړل او جهاد پيل کړو .خو زرقاوي ورک شو , هېچا ته يې معلومات نه وه چې څه شو.؟ کله چې اشغالګرې او مغرورې امريکا عراق اشغال کړو. پس له د عراق اشغاله زرقاوي په عراق کې را څرګند شو او د امريکا په خلاف يې د مجاهدينو جلب او جذب شروع کړو. ډېر مجاهدين ( د اسامه بن لادن ملګري ) د جزيرة العرب نه ورغلل او غوښتل يې چې د امريکايانو سره مخامخ جګړه وکړي. زرقاوي په عراق کې په ډېره لږ وخت کې ډېر مجاهدين را ټول کړل او د امريکايانو په خلاف يې سخته جګړه ( جهاد ) شروع کړو، تندريځ مرګوني بريدونه په امريکايانو وکړل, ورځ په ورځ د عراق مجاهدينو د بريا پړاوونه يې وهل او امريکا د ماتې په درشل کې وه .خو په تأسف چې يوه ورځ ( 2006م ) زرقاوي سره له دواړو نائبينو په يو کوټه کې ناست وه د امريکايې الوتکو د بريد لاندې راغلی زرقاوي سره له دواړو نائبينو شهيد شولو.په دغه وخت کې د امريکا له خوا د مجاهدينو هر مشر او امير د بريد لاندې راته ، نو دا داسې وخت وه چې مجاهدينو يو اجتماع نه شوه کولای چې خپل ځان لپاره زعيم وټاکي ، په دغه خطرناک وخت کې يو کس په نامه د ابوبکر البغدادي خپل ځان د مجاهدينو د زعيم په توکه معرفي کړو .ابوبکر البغدادي هويت هېچا ته معلوم نه وه نو اکثره مشران د مجاهدينو جهادي صف پرېښودلو او ځيني يې جزيرة العرب ته لاړو .نو په ابوبکر البغدادي باندې بدماشان ولګردنان ، وينې تويوونکي او هغه کسان په را ټول شول چې نورو جهادي ډولو لخوا رټل شوي وه، يوه هم د الله رضا او د اعلاء کليمة الله لپاره نه وه. بيا ابوبکر بغدادي خپل ځان د خليفه په توګه اعلان کړو او خلافت يې اعلان کړو په دغه اعلان کې د القاعده مجاهدينو سره هېڅ مشوره ونکړه . د خلافت اعلان نه وروسته يې د عراق او شام اکثره سيمې ونيولې او د مجاهدينو بې دريغه معصومې وينې يې وبيولې •داعش څه مطلبد: دولت ا: اسلامي ع: عراق ش: شام چې مجموعه يې داده: الدولة الاسلامية فی العراق و الشام . يعنې اسلامي دولت په عراق او شام کې . که چېرې د هرې کليمې نه لومړی حرف را واخلو او جمع يې کړو ( داعش ) ترينه جوړېږي. ۔۔
# اړوند پوسټونه
هنر
watsapp groop
https://whatsapp.com/channel/0029Vb8igVZ42Dcbzqt6nO3O
محمدادریس ګهیځ
215 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
هنر
APL
د کارابین پیاوړی لوبغاړی چمتو دی چې په دې سیالۍ کې خپله وړتیا وښيي، ځکه روومان پاول د #APLT20 لپاره خپل نوم ثبت کړ! 💥
محمدادریس ګهیځ
274 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)
شخصیتونه
په دې ورځ محمدهاشم میوندوال شهید شو
له نن څخه 53 کاله پخوا د ۱۹۷۳ م کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د افغانستان یو مستعد او ځوان پخوانی صدراعظم محمد هاشم میوندو...
پښتو ګهيځ
551 لیدنې
10 Oct 2026
0.0
(0)